سوریې کې ځايي رسنۍ وايي، پر پالمیرا ښارګوټي د اسرائیل بمبارۍ کې ۳۶ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Syrian Observatory for Human Rights
- Author, ډېویډ ګرېتن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په سوریه کې د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د اسرائیلي هوايي بریدونو له کبله د دې هېواد په مرکزي سیمه پالمیرا کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او نژدې ۵۰ نور ټپیان دي.
د سنا خبري اژانس په رپوټ کې د یوې پوځي سرچینې له قوله ویل شوي، د اردن پولې له لورې راغلیو اسرائیلي جنګي الوتکو د پالمیرا ښارګوټي پر یو شمېر استوګنیزو ودانیو او یوه صنعتي سیمه د چارشنبې پر ورځ ماسپښین مهال بمباري کړې.
په بریتانیا کې د سیمې بشري وضعیت څارونکې ډلې بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱ یاد کړی او په وینا یې بمباري د وسلو پر یوه زېرمتون شوې او دغه راز هغه سیمې په نښه شوې، چې د ایران ملاتړ لرونکې ملېشې وسله والو کورنۍ پکې مېشت دي.
د اسرائیل پوځ پر دې موضوع له خبرو ډډه کوي او وايي، د بهرنیو رپوټونو په هکله نه غږیږي.
خو اسرائیل له دې مخکې په سوریه کې دننه د سلګونو بریدونو خبره کړې او ادعا کوي، چې دا بریدونه یې پر هغو هدفونو کړي، چې د ایران او یا د حزب الله په څېر د هغو ډلو اړوند دي، چې له ایران سره تړاو لري.
د رپوټونو له مخې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې چې په غزه کې جګړه پیل شوې، د اسرائیل په شمال کې له پولې پورې غاړې د حزب الله له بریدونو سره په لبنان او سوریه کې د اسرائیل بریدونه زیات شوي دي.
پر خواله رسنیو خپاره شوي ویډيويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې پالمیرا سیمه کې درې ځایه خورا لویې لوخړې پورته کېږي. د بشري حقونو څار یو سازمان (اېس او ایچ ار) چې مرکز یې بریتانیا کې دی، د خپلو سرچینو له قوله وايي، چې پالمیرا کې درې ځایونه په نښه شوي دي.
د دې ادارې مسوولین وايي، په الجامعه سیمه کې دوه ځایه بمباري شوې، چې صنعتي زون ته نژدې سیمه کې د عراقي او نورو بهرنیو ایران پلوه وسله والو مېشت ځایونو ته څېرمه د وسلو پر یوه زېرمتون برید هم پکې شامل دی.
دوی زیاتوی دویم ځای هم په همدې سیمه کې دی او هلته د ایران پلوه ملېشو د مشرانو پر یوه غونډه برید شوی، چې د حزب الله او عراقي وسله والې ډلې نجبه کسان هم په کې شامل وو.
د اېس او ایچ ار مسوولین زیاتوي ټولټال ۴۱ کسان وژل شوي، چې ۲۲ بهرنیان او ۷ سوریایان پکې شامل دي او په ټپیانو کې ۷ ملکي کسان شامل دي.
له دې مخکې اسرائیل چارواکو تېره پنجشنبه تائید کړه، چې د سوریې پلازمېنه دمشق کې یې یو شمېر بریدونه کړي او د سوریې دولتي رسنیو وویل، ۱۵ کسان پکې وژل شوي وو.
اسرائیلي پوځ بیا د هغو بریدونو په هکله ویلي و، ''د ترهګرو پر تاسیساتو او قوماندې مرکز'' یې بریدونه کړي، چې د فلسطین اسلامي جهاد ډلې اړوند دي.





















