ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته د مالي مرستو په هکله یې خبرې 'ناسمې تعبیر شوې دي'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه رپوټونه ناسم وبلل، چې ګواکې د دوی حکومت یوازې د هغو کسانو پر کورنیو، چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه کړي دي، میلیاردونه افغانۍ لګښت کوي.

له دې مخکې په دې هکله د افغانستان له ملي ټلویزیون سره د ښاغلي مجاهد د یوې مرکې په حواله رپوټونه ورکړل شوي وو، چې له ده د ''فدايي مجاهدینو'' له یتیمانو او کونډو سره د مالي مرستې په تړاو پوښتنه شوې وه او نوموړي ویلي و، چې د کال ۱۲ میلیارده افغانۍ مرسته یې ورسره کړې ده.

ښاغلي مجاهد بي‌بي‌سي ته په یوه غږیز پیغام کې ادعا وکړه، چې خبرې یې ''د پروپاګند لپاره د ناستو کسانو لخوا ناسمې تعبیر شوې دي''.

ښاغلي مجاهد بي‌بي‌سي ته وویل، هغه پیسې چې دوی یادې کړې دي، هغه مالي مرسته ده، چې د دوی حکومت یې په ټوله کې د افغانستان له کونډو، یتیمانو او معلولینو سره کوي.

نوموړی وايي: ''دا نقل قول چا ناسم نقل کړی، یا ناسم پوهاوی رامنځته شوی. واقعیت دا دی، چې په عموم کې موږ د شهیدانو او معلولینو وزارت په چوکاټ کې له ټول افغانستانه د څه باندې شپږ لکه ۵۳ زره شهیدانو د وارثینو، کونډو، او معلولینو نومونه لرو، چې په درې کټګوریو وېشل شوي دي.''

د ښاغلي مجاهد په وینا په دې کې د طبیعي پېښو له کبله د یتیمانو، کونډو یا معلول شويو کسانو نومونه، د ''اسلامي امارت په صفوفو کې د جهاد په دور کې د یتیمانو او کونډو یا معلول شویو کسانو نومونه'' او په درېیمه کټګورۍ کې چې د ده په خبره ''نژدې نیمايي کسان دي'' هغه کونډې، یتیمان او معلولین شامل دي، چې د جمهوريت دورې پر مهال د امنیتي ځواکونو د وژل شویو کسانو د کورنیو اړوند دي.

له دې مخکې په یوه ویډیويي مرکه کې چې د ملي ټلویزیون پر خواله رسنیو تېره ورځ (اپریل لومړۍ) خپره شوه، له نوموړي پوښتنه وشوه، چې د هغو ''فدايي مجاهدینو لپاره چې هغوی اوس له موږ سره نه شته، هغوی استشهادي کړي دي، د هغوی اولادونو، کورنیو لپاره مو څه کړي؟''

ښاغلي مجاهد وویل: ''له شک پرته اسلامي امارت د هغه چا کورنۍ ته چې قرباني یې ورکړې، خاص توجه کړې ده. اوس موږ په کال کې ۱۲ میلیارده افغانۍ بودیجه چې نژدې د دوو، دریو وزارتونو بودیجه کېږي، د شهدا او معلولینو چارو وزارت له لارې په یتیمانو او کونډو مصرفوو. د دې معنی دا ده، چې هغوی پالل شوي دي. د یتیمانو، کونډو لپاره تثبیت شوي دي. میاشتۍ اهانې ورته رسېږي، پام ورته کېږي.''

نوموړی وايي، د دوی د حکومت مشران هم ټینګار کوي، چې ''په نژدې ګاونډ کې مو د کونډو، یتیمانو پوښتنه وکړئ، حال یې واخلئ او همدا دي، چې انسان یې په نظام کې کولای شي. که ډېر امکانات ولرو، نظام ډېر څه ولري، کېدای شي ډېره همکاري ورسره وکړي، په ډېر نوازش ارزي، ځکه هغوی د خپلې کورنۍ ګران او محبوب غړي، د اسلام په لار کې قربان کړي دي. د امارت هم مکلفیت دی، چې هغوی ته پام او توجه وکړي.''

ښاغلی مجاهد وايي، دغه دوولس یا دوولس نیم میلیارده افغانۍ چې په بودیجه کې یې غوښتنه شوې وه، تېر کال پر دې ټولو کسانو وېشل شوې دي.

ښاغلي مجاهد وویل، دوی ټول جزیات لري، چې ښيي ''له نیمايي زیات شمېر د هغو عسکرو، پولیسو او اربکیانو چې په تېر نظام کې یې ژوند له لاسه ورکړی، د هغوی کونډي یتیمان او معلولین دی.''

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د شهیدانو او معلولینو وزارت مسوولینو ویلي و، چې په ټول هېواد کې یې د دې وزارت په چوکاټ کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبتولو بهیر له سره پیل کړی دی.

د یاد وزارت مسوولینو هغه مهال ادعا کړې وه، چې د دې کسانو له لیستونو د ''خیالي او غیر مستحقو کسانو'' نومونه ایستل شوي دي.

طالبانو حکومت هغه مهال په دې لیستونو کې د هغو کسانو د نومونو شاملول هم پیل کړل، چې د دوی په لیکو کې د جګړې پر مهال وژل شوي وو.

د افغانستان د بشري حقونو د پخواني کمیسیون لخوا په ۲۰۲۱ کال کې یوه ترسره شوې سروې کې په افغانستان کې د معلولینو شمېر شاخوا پنځه نیم میلیونه اټکل شوی و او ویلې وو چې اکثره یې په جګړو کې معلول شوي چې اوس یې ګڼ شمېر له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.