د امریکا بهرنيو چارو وزير د "نورو امریکايي يرغملو" احتمال ته په اشاره د طالبانو مشرانو ته ګواښ کړی

مارک روبيو

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې پر ورځ (۲۵ جنوري) ويلي، که طالبان له هغه څه چې وړاندې ويل شوي "نور امریکايي يرغمل" ولري، امریکا ښايي د طالبانو د لوړې کچې مشرانو پر سر "ډېره لویه جایزه" کېږدي.

هغه پر اېکس ټولنيزه رسنۍ خپاره کړي پيغام کې لیکلي، "ما همدا اوس واورېدل چې طالبانو له هغه ډېر امریکایان یرغمل نیولي چې مخکې یې راپور ورکړل شوی. که دا ريښتيا وي، موږ به مجبور شو چې سملاسي د دوی د لوړې کچې د مشرانو پر سر ډېره لويه جايزه وټاکو. ان د بن لادن پر سر له ټاکل شوې هغې هم زياته."

نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت لخوا په امریکا کې د یوه بندي افغان 'خان محمد' بدل کې دوه امریکايي اتباع خوشې شوي وو.

د امريکا د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې خان محمد ۲۰۰۶ کال ننګرهار کې نيول شوی او په ۲۰۰۷ کې امريکا ته له لېږدولو وروسته په ۲۰۰۸ کال کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د ننګرهار پر هوايي ډګر د بريد د پلان په تور په عمري بند محکوم شوی و.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند تائيد کړې چې دوه امریکایان د نوموړي په بدل کې خوشې شوي دي.

له خوشې شویو امریکایانو یو یې رایان کاربېټ و، چې د هغه د کورنۍ په وینا، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په توقیف کې و. بل امریکایی چې ازاد شوی د وېلیم مک کینټي په نامه يادېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرو اترو له لارې د دغه افغان زنداني خوشي کېدل ګټور ګام بللی او د مسئلو د حل په تړاو يې پر مذاکراتو ټینګار کړی.

د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له ټاکل کېدو داسې اټکل کېږي چې نوموړی به د افغانستان په اړه نوې او د ځينو په باور ښايي سختې تګلارې ولري.

ډونلډ ټرمپ ويلي، له افغانستان سره د امریکا د مرستو پیسې طالبانو ته رسېږي چې باید داسې نه وي.

سپینې ماڼۍ ته په رسمي ډول له ننوتلو شاوخوا دوې اوونۍ مخکې، ډونلډ ټرمپ په فلوریډا کې په خپل استوګنځي کې یوې خبري غونډې ته ويلي وو، "دا د باور وړ نه ده، موږ افغانستان ته، په حقیقت کې طالبانو ته په میلیونونو نه، میلیاردونه ډالر لېږو. د داسې څه ترسره کېدو ته باید اجازه ورنکړو."

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت اوسنی مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی چې د قطر په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو یو له لومړنیو مذاکره کوونکو و، سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د بیا ستنېدو په اړه یې کابل کې په یوه وینا کې په خوشبینۍ وویل ټرمپ، "پرېکړه کوونکی او... قاطع سړی" دی، "له امریکا زموږ تمې دا دي... چې خپل سیاست بدل کړي. د بایډن پروګرامونه هېر کړي او نوې پالیسۍ غوره کړي. د افغانستان او اسلامي امارت دروازه د دوی پر مخ خلاصه ده. که دوی زموږ ملګري کېږي، موږ به خامخا د دوستۍ لاس ورکړو. دښمن تل دښمن نه وي او دوست هم تل دوست نه وي."

نوموړي همدا ډول د ټرمپ له ادارې وغوښتل چې په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیزي، "پر افغانستان او زموږ په بانکونو بندیزونه پای ته ورسوي، زموږ امانت پیسې ازادې کړي، زموږ د مشرانو نومونه له تور لیسته وباسي."

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د سناتور په توګه، مارکو روبیو پر طالبانو سختې نيوکې کولې. د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې، کله چې مارکو روبيو سناتور و، غوښتنه يې وکړه چې طالبان دې د یوې "ترهګرې" ډلې په توګه وپېژندل شي.

نوموړي هغه مهال ويلي وو، "د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان زموږ د ملي امنیت ګټو او همدارنګه په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې زموږ متحدینو او شریکانو ته مستقیم ګواښ دی. پوځي په شاتګ او د بایډن ادارې له خوا له افغانستانه د ناکامه وتلو له امله دا هېواد د امریکا ضد ترهګرو لپاره په یوه خوندي ځای بدل شوی دی. د ترهګرو سازمانونو په لست کې د طالبانو شاملول بل منطقي ګام دی."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وړاندې دې ته ورته تورونه رد کړي دي.

د ډونلډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک شو.

د هغه تړون له مخې، د تاوتریخوالي د کچې کمولو او د هغه وخت د افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو په څېر امتیازاتو په بدل کې، امریکا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر په تدریجي ډول کم کړي او د ۲۰۲۱ کال تر می پورې به یې په بشپړ ډول وباسي.

امریکايي ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستانه ووتل.

ځینې شنونکي د دوحې تړون لاسلیک کول د پخواني حکومت د سقوط او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ یو له مهمو عواملو څخه ګڼي.