نن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو دوه کاله پوره کېږي

د عکس سرچینه، REUTERS
نن شپه (د اګست پر ۳۰مه) له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو دوه کاله پوره کېږي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۳۰مې پر نیمه شپه الوتکې ته د وروستي امریکايي پوځي په ختلو سره افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شل کلن حضور پای ته روسېد.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ناندریز بهیر ګډوډ او خونړۍ و چې له امله یې تر اوسه په کور دننه د جو بایډن پر حکومت سختې نیوکې کېږي.
د امریکا پر حکومت له دې کبله د زیاتېدونکي فشار په لړ کې همدا تېره اوونۍ کانګرس ته د دفاع وزیر لویډ اسټن د استیضاح طرح وړاندې شوه.
دوه کاله وړاندې پر همدې ورځ له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د بشپړېدو خبر د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مککینزي ورکړ.
د رسمي اعلان له مخې په پام کې وه چې د ځواکونو وتل د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه بشپړ شي، خو دا کار له ټاکلې نیټې یو ورځ مخکې وشو.
هغه مهال په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قومندان سکاټ مېلر و.
د کابل په هوايي ډګر کې سي۱۷ ډوله پوځي الوتکې ته د وروستیو امریکايي سرتېرو په ختلو سره، افغانستان کې د امریکا او د ناټو د نورو متحدانو پوځي حضور پای وموند.
د جنرال فرانک مککېنزي په وینا افغانستان کې د دوو لسیزو حضور پر مهال ۲ زره ۴۶۱ امریکايي سرتېري ووژل شول او نږدې ۲۱ زره نور ټپیان شول.
په افغاستان کې د ټولو وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر ۳ زره ۸۶۷ اعلان شوی دی.
پر افغاستان د یرغل پرېکړه امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له بریدونو وروسته شوه د جورج ډبلیو بوش د حکومت لخوا وشوه.
د طالبانو حکومت په نسبتآ لنډ وخت کې له امریکا سره د دوی د کورنیو مخالفو وسله والو په ملتیا ړنګ شو.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ له ړنګېدو سره په افغانستان کې یو نوی نړیوال پوخي او سیاسي ماموریت پیل شو چې لږترلږه د دریو اسلامي هېوادونو په ګډون شاوخوا ۵۰ هېوادونو پکې برخه لرله.
بهرنیو ځواکونو د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغانستان کې د ایساف یا د امنیتي مرستې د نړیوال ځواک په نوم فعالیت کاوه.
له هغه وروسته د افغانستان امنیتي مسوولیت پخپله افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل شو.
خو د غوڅ ملاتړ په نوم د پوځي ماموریت په اډانه کې د ۴۰ هېوادونو پوځیانو د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکاوه.
له نږدې شل کلن ماموریت وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشوه.
د همدې هوکړې له مخې ټولو بهرنيو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړل.
خو د دوی او په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو بڼه له ګډوډۍ او بېنظمۍ سره مخ وه.
له دې کبله تر اوسه هم په امریکا کې د جو بایډن پر حکومت توندې نیوکې کېږي.
په کانګرس کې هم دا موضوع د جمهوریپال ګوند د استازو لخوا په ډېر جدیت څارل کېږي.
له ډېرو هلوځلو او فشارونو وروسته په تېره مې میاشت کې د کانګرس دوو غړو ته اجازه ورکړ شوه چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه په بهرنیو چارو وزارت کې محرم لاسوندونه وګوري.
په دې لړ کې تېره اوونۍ په کانګرس کې د جمهوریپال ګوند غړي کارن مېلز د دفاع وزیر لویډ اسټن د استیضاح طرحه وړاندې کړه.
نوموړي د لویو جرمونو او په دنده کې د ناغېړۍ پر بنسټ د ښاغلي اسټن د استیضاح غوښتنه وکړه.
د کانګرس دغه غړي ویلي دفاع وزیر د بېړنیو وتلو په طرحې سره په افغانستان کې هغه مهال د پاتې امریکايي سرتېرو او امریکايي ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو متحدانو د پوځ حضور اصلي هدف د القاعده شبکې لمنځه وړل وو.
دې ډلې په امریکا کې د سپتمبر د بریدونو پر مهال افغانستان کې مرکزونه لرل.
خو د القاعده مشر اسامه بن لادن بیا د ۲۰۱۱ کال په مې میاشتې کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو نږدې یو کال وروسته د القاعده بل مشر او د اسامه بن لادن ځایناستی ایمن الظواهري د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د ډرون په برید کې ووژل شو.
له افغانستانه په بېړه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره پخوانی جمهوریت ونړېد او دوحه کې له شوې هوکړې سره سم د ملي پخلاینې حکومت رامنځته نه شو.
په دې توګه د ولسواکۍ برخه کې شل کلنې راسته راوړنې له منځه ولاړې او طالبانو د خپلو سیاسي او دیني لیدلوري په لرلو سره واک ترلاسه کړ.
بنسټېزې ازادۍ له منځه ولاړې، ښځې له ټولنیز او سیاسي چاپیریال ګوښی کړل شوې او د هېواد سیاسي واګي له دیني مدرسو د فارغانو لاس ته ولوېدې.





















