سږ کال به سعودي کې د اوښلوبې تر ټولو لویه سیالي جوړېږي

اوښلوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په سعودي کې د اوښلوبې ټولنې ویلي سږ کال به د اوښلوبې مېله تر نورو هغو ډېره لویه وي.

د سږ کال دې مېلې پیلېدو لپاره سعودي د اګسټ میاشتې لومړۍ نېټه اعلان کړې ده.

په پام کې ده چې دا مېله به – چې په طائف ښار کې جوړه شي،‌ اته اتیا ورځې دوام وکړي.

ددې مېلې څارنه د سعودي شهزاده محمد بن سلمان پر غاړه ده او د مېلې د جوړېدو موخه د سعودي د کلتور د یوې مهمې برخې په توګه د اوښلوبې د سیالۍ دودول دي.‌

د اوښانو په دې مېله کې به لږ تر لږه ۶۰۰ سیالۍ کېږي، چې دا یو بې‌مخینې شمېر دی او په مخکنیو اوښلوبو کې په دومره ډېر شمېر سیالۍ نه دي شوې.

په سعودي کې د اوښلوبې سیالي په ګرده نړۍ کې خورا ګټه راوړونکې سیالي ګڼل کېږي.‌ په لومړي ځل څلور کاله مخکې د ګینیس د ریکارډونو په کتاب کې په لوی شمېر د سیاليګرو اوښانو له ګډون سره دا لوبه ثبت شوه. هغه مهال تر دیارلسو زرو ډېرو اوښانو په سیالیو کې ګډون کړی و.

اوښلوبه

د عکس سرچینه، Reuters

اوښلوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوښلوبې د سیالۍ تاریخ سلګونه کلونو ته رسېږي،‌ چې د سعودي، اماراتو، قطر او عُمان په ګډون د خلیجي هېوادونو د لوبیز کلیز د لرغوني اړخ استازیتوب هم کوي.

له ډېر پخوا راهیسې عربي ټاپووزمې د اوښانو په روزلو شهرت درلود او دا کار د عصري ژوندانه د پېر په راتګ هم پای ته ونه رسېد.

سعودي په وروستیو کې د ( مستند کړه) په نامه یو برېښنايي پلټفارم پیل کړ چې هدف یې د اوښانو د "ډي‌اېن اې" معلومولو له لارې د هغوی د نسلونو ساتل او مستندول او هر یوه ته ځانګړی کارډ ورکول دي.

په تېر کې دا دود وه چې د اوښانو سیالۍ کې به کوچني ماشومان پر اوښانو سپرېدل، دا ځکه چې د ماشومانو وزن به کم و، اوښ به ښه ځغاسته ورسره کولی شوه او د سیالۍ ګټلو موقع به یې ډېره وه.

Skip content and continue reading

End of content

اوښلوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د ماشومانو د حقونو اړوندو ډلو د اماراتو او نورو خلیجي هېوادونو د اوښانو سیالیو کې له ماشومانو د ګټې اخیستو مسله راپورته کړه.‌

دوی وویل چې ماشومان د اوښانو د سیالیو لپاره له خپلوانو لیرې او ښه خوراکي رژیم نه لرلو په حالاتو کې روزل کېږي، دا ماشومان لویېږي خو جسمي وده یې پڅه او وزن یې کم وي.

همدا ده چې دغو ماشومانو ته د دوی د عمر په راتلونکو پړاوونو کې جسمي او رواني ستونزې پیدا کېږي.

په خلیجي هېوادونو کې د ځینو ماشومانو د قاچاقولو او غلام ګرځولو له کبله د ځینو مشهورو او لویو شخصیتونو پرضد د یو لړ قضايي ادعاوو له راپورته کېدو وروسته دا کار ودرول شو.

اوس د ماشومانو پر ځای په اوښلوبو کې له روباټونو ګټه اخیستل کېږي او له لیرې کنټرولېږي.