پر اوښانو د موریتانيا پر پولو ګزمه

د ویډیو تشریح، پر اوښانو د موریتانيا پر پولو ګزمه
د خپرېدو وخت

د افریقا ساحل سیمه کې تل د اورپکو ترمنځ جګړې کېږي. تېر کال یوازې په مالي کې څه باندې ۲۰۰۰ ملکيان وژل شوي.

خو ګواښ یوازې د اسلامپالو اورپکو لخوا نه دی پېښ د روسیې واګنر ډلې اجیر عسکر هم، چې له دې اسلامپالو اورپکو سره مبارزې لپاره ورغلي دي، په ظلمونو او د نا امنۍ په ډېرولو تورن شوي.

خو د ساحل سیمې په یوه هېواد، موریتانیا، کې په تېرو لسو کلونو کې یو برید هم نه دی شوی. یو څه چې دغلته یې د امنیت په ټینګولو کې ډېره مرسته کړې دا دي چې اوس د دې هېواد دوه زره کیلومتره اوږده پوله پر اوښانو سپاره ساتونکي څاري او منظمې ګزمې پرې کوي.

د بي بي سي خبریاله کارولین لویر د اچیمیم سرحدي ښار ته تللې وه او دغه رپوټ یې را لېږلی دی.