زرګونه اوښان په ډزو وژل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
په سویلي اسټرالیا کې چارواکي وايي، د سختې وچکالۍ او ګرمې هوا له کبله به زرګونه اوښان له چورلکو په ډزو ووژني.
له هغه وروسته چې ځايي اوسېدونکو شکایت کړی، د اوښانو لویې پادې کلیو او ښارونو کې ودانیو ته زیان رسوي، د چهارشنبې له ورځې د دغو حیواناتو پنځه ورځنۍ وژنه پیل شوې ده.
په کانیپي سیمه کې یوه ځايي اوسېدونکې ماریتا بارکر وايي:
''دوی په لارو، کوڅو کې په اوبو پسې لالهاند ګرځي او له کبله یې موږ سره د ماشومانو د خوندیتوب اندېښنه ده. ''
چارواکي وايي، یو شمېر وحشي اسان به هم ووژني.
هغه کسان چې دغه اوښان به وژني د اسټرالیا د چاپېریال ساتنې ادارې اړوند دي. د سیمې یوه چارواکي ریچارډ کنګ په یوه اعلامیه کې ویلي:
''اوښان په اوبو پسې ګرځي او له دې کبله د سیمې اوسېدونکي او د دوی ساتلي حیوانات له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ''
له تېرو څو میاشتو راهیسې په اسټرالیا کې د سختې ګرمۍ له کبله ونو، بوټو کې اورونه لګېدلي دي، خو له تېرو څلورو کلونو راهیسې دغه هېواد وچکالۍ هم ځپلی.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوښان په اسټرالیا کې نه پیدا کېږي، بلکې دغه هېواد ته په ۱۹ زېږدیزه پېړۍ کې انګریزانو له افغانستان، هند او منځني ختیځه راوستي وو.
اوس د اټکل له مخې ویل کېږي، چې د هېواد منځنۍ برخه کې یې شمېر سلګونو زرو ته رسېږي.
دغه سارايي اوښان نه یوازې هغه اوبه څښي چې د سیمې خلک ورته اړتیا لري، بلکې کروندو او نورو تجهیزاتو ته هم زیانونه اړوي.
دوی دغه راز میتان نومي ګاز هم خپروي چې د اقلیمي بدلون له لاملونو یو دی.



















