تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال: د فرانسې 'کریم بنزما' د ټپ له کبله له نړیوال جام ووت
د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې مخکښ ګول وهونکی 'کریم بنزما' د تمرین پر مهال د ټپي کېدو له کبله د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام له سیالیو بهر شو.
قطر کې د فوټبال ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام سیالۍ نن یکشنبه پیلېږي.
کریم بنزما چې سږ کال یې د نړۍ د غوره لوبغاړي جایزه یا د سرو زرو توپ هم ګټلی، ریال مادرید سره مرسته کړې چې د لالیګا او چمپینز لیګ دواړو اتلولي وګټي.
د فرانسې ملي لوبډلې ویلي چې دغه بریدګر لوبغاړی یې د ورانه له ستونزې سره مخ شوی او د نړیوال جام سیالیو کې نشي لوبېدلی.
دې لوبډلې زیاته کړې "ټوله لوبډله له کریم سره خپګان کې شریکه ده او د ژر رغېږو هیله یې لري."
د فرانسې فوټبال فدراسیون ویلي د "اېم ار ای" عکسونو د بنزما د ورانه عضله کې ټپ تایید کړی چې رغېدل به یې شاوخوا درې اوونۍ وخت واخلي.
فرانسه د نړیوال جام 'ډي' ګروپ کې ده چې راتلونکې سې شنبه د نومبر ۲۲مه له استرالیا، ۲۶مه له ډنمارک او پر ۳۰مه له ټونس سره لوبې لري.
د دوی مشر روزونکی تر دوشنبې وخت لري چې د ۳۴ کلن بنزما ځای ناستی معرفي کړي.
هغه فرانسې لپاره ټولټال ۹۷ لوبو کې برخه اخیستې او ۳۷ ګولونه یې کړي دي.
د یادونې ده چې د فرانسې فوټبال ملي لوبډلې سره د منځنۍ برخې دوه تکړه لوبغاړي 'پاول پوګبا' او 'اېنګولو کانتې' هم د ټپي کېدو له کبله نشته.
د دوی دفاعي لوبغاړی رفایل واران هم چې مانچستر لپاره لوبېږي، د ټپ له کبله تېرو پنځو کلبي لوبو کې نه دی لوبېدلی.
تر دې وړاندې چارشنبه د فرانسې ملي لوبډلې 'کرستوفر انکونکو' چې د "ار بي لایپزیګ" مهاجم دی له تمرینه ګوډ ووت او وروسته یې د انتراخت فرانکفورت 'رندال کولو مواني' نړیوال جام کې ځای ناستی اعلان شو.
اوس د مانچستر یونایټډ بریدګر "انتوني مارسیال' ته نړیوال جام کې د کریم بنزما د باالقوه بدیل په سترګه کتل کېږي.
بنزما له اکتوبر راهیسې ورانه کې له ستونزې شکایت درلود.
هغه ریال مادرید لپاره تېرو شپږو لوبو کې تر نیم ساعت کم وخت میدان کې تېر کړی.
نوموړي نړیوال جام لپاره د فرانسې لخوا د اعلان شوې لوبډلې د غړو تر یو ځای کېدو وروسته شنبه لومړی ځل بشپړو تمریناتو کې برخه واخیسته خو سر یې روغتیايي معایناتو ته ووت.
مشر روزنکی یې که څه هم د بنزما ټپي کېدو ته خواشینی خو دی وايي "له دغه نوي خنډ سره سره، پر خپله لوبډله پوره باور لرم. موږ به له هغې لویې ننګونې سره مقابلې لپاره هر څه وکړو چې مخ ته راځي."