روسیه: د اوکرایین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکرایین وايي جګړه لا روانه ده

د خپرېدو وخت

د روسیې اړوند واګنر وسله والې ډلې مشر یوګني پریګوژین وايي‌ د دغه هېواد بیرغ یې د اوکرایین باخموت ښار کې راځړولی دی.‌

ښاغلي پریګوزین په یوه ویډیويي پیغام کې چې تېره شپه خپور شو، وویل باخموت اوس "له حقوقي اړخه" د روسیې کنټرول کې دی.

نوموړی په دې ویډیو کې وايي روسي پوځي بلاګر ولادلین تاتارسکي ته په درناوي، چې یکشنبه د سنټ پیټرزبورګ ښار یوه خوړنځي کې په چاودنه کې ووژل شو، د هغه نوم پر دغه بیرغ لیکل شوی دی.

خو هغه په دې ویډیو کې دا هم منلې چې اوکراییني ځواکونه لا د دغه ښار لویدیزو څنډو کې مقاومت کوي.

اوکراییني چارواکي بیا دا ادعا په زغرده ردوي او وايي چې پوځ یې تر اوسه پر باخموت واکمن دی.

باخموت د اوکرایین ختیځ کې پروت دی او روسیه یې له څو میاشتو راهیسې نیولو لپاره خونړۍ جګړه کوي.

د اوکرایین د پوځ لوی درستیز ویلي "دښمن پر باخموت خپل بریدونه نه دي درولي. خو اوکراییني مدافعانو په زړورتیا سره ښار ساتلی او د دښمن ګڼ بریدونه شنډ کړي دي."

بي بي سي د واګنر ډلې مشر لخوا دا خپره شوې ویډیو په خپلواک ډول نشي تاییدولی.

د جګړې مطالعاتو موسسې د تجزیې او شننې له مخې تر یکشنبې د باخموت ستره برخه د اوکراییني ځواکونو کنټرول کې وه.

په دغه تحلیل کې دا هم راغلي چې روسي ځواکونه هڅه کوي دا ښار د ختیځ او سویل له خواو کلابند کړي.‌

د دې موسسې په وینا د باخموت ښاروالۍ او ښاري شورا ودانۍ د دغه ښار د ختیځ هغې برخه کې دي، چې روسیې یې په دې وروستیو کې د نیولو ادعا کړې.

واګنر شخصي امنیتي شرکت د باخموت نیولو لپاره جګړه کې درانه زیانونه ګاللي.‌

د واګنر اکثریت غړي هغه بندیان دي‌ چې د روسیې له زندانونو راخوشې او د دې ډلې د وسله والو شمېر لوړولو لپاره ګومارل شوي.

د باخموت ښار جګړه کې د روسیې او اوکرایین دواړو زرګونه پوځیان وژل شوي خو اټکل دا دی چې د روسیې اړخ مرګژوبله د اوکرایین پرتله څو برابره لوړه ده.‌

دغه ښار کوم ځانګړی ستراتېژیک اهمیت نه لري، خو اوکرایین ورته د روسیې د پوځي تجهیزاتو او بشري ځواک وچولو لپاره د مهم مرکز په سترګه ګوري.

د روسیې پوځي قومندانان بیا هیله لري چې د باخموت نیول به ورته د نورو پرمختګونو دروازه پرانیزي.

د بریتانیا دفاع وزارت په ډسمبر میاشت کې ویلي وو چې د دغه ښار نیول روسیې ته تر ډېره دا فرصت ورکوي چې د کراماتورڅک او سلوویانڅک په څېر سترې ښاري سیمې وګواښي.

د روسیې اوړند واګنر ډله داسې مهال باخموت کې د دغه پرمختګ ادعا کوي،‌ چې ټاکلې اوکراییني ځواکونه راتلونکو اونیو کې له روسیې د اشغال کړو سیمو بېرته نیولو لپاره نوي عملیات پیل کړي.‌

اټکل دا دی چې دغه عملیات به اوکرایین ته د لویدیځ لخوا د تازه تجهیزاتو له رسېدو وروسته پیل شي.

په دغو تجهیزاتو کې د جرمني لیوپارډ او د بریتانیا چلېنجر ټانکونه هم شامل دي.