د اوکرایین جګړه: د بخموت دفاع کوونکي له لوېدیځوالو د ټانکونو غوښتنه کوي

د خپرېدو وخت

له روسيې د لا نورو سیمو ازدولو لپاره بریتانیا او نور اروپایي هېوادونه اوکرایین ته د ټانکونو د استولو تیاری نیسي.

د بي بي سي یو خبریال د جګړې لومړۍ کړښه کې د اوکرایین د ټاکونو ټولي لیدو ته ورغلی، هغوی چې له روسي ځواکونو سره د بخموت او سلېدار ښارګوټي ته نږدې په سخته جګړه لګیا دي.

دغلته ته نږدې د جګړې لومړۍ کرښه کې هرو څو ثانیو کې چاودنې کېږي. ځینې وخت پر لپسې شپږ یا لږې چاودنې او ځینې وخت د تندر په څېر د درنو چاودونو اوږده غږونه اورېدل کیږي.

کله د بمي چاودنې غږ لیرې وي، پر سړک د توغندي لګېدو غږونه هم اورېدل کیږي، د توپ غږونه چې پر کنګل ځمکه دې پروت ته اړباسي.

اوکرایني او روسي توپچیان، توغندي ویشتونکي او ټانک چلوونکي دنباس کې د څو میاشتو په ټپه ولاړ حالت پای ته رسولو لپاره په سخته جګړه بوخت دي.

اوکراییني ځواکونه چې په وروستیو اونیو کې یې بخموت او سلیدار کې درنه مرګ ژوبله لرله، د دنباس جګړې لومړۍ کرښې ته د برتانیې او جرمني له لوري د ټانکونو استولو پلان ته خوښ دي.

دنباس کې د شوبلو رغولو د ۲۴ میخانيکي لوا مشر دانیلو وایي " ډېره دردونکې او د خواشینوونکې خبره ده چې ډېر زیانونه اوښتي. تر هغه چې ډېر شمېر بهرني ټانکونه راونه رسېږي، د جګړې اوسنی په ټپه ولاړ حالت به پای ونه مومي. موږ به همدلته بند پاتې یو. د روسیې د تېري مخنیوي لپاره موږ د لوېدیځو هېوادنو لږترلږه درې سوو ټاکونو ته اړتیا لرو چې ډاډه یو له دغه مرستې سره به جګړه وګټو."

اوکرايينیان په دې باور دي چې روسي ځواکونه ډېر پرمختللي ټانکونه لري خو پر خپلو تاکتیکونو ډېر ډاډمن نه دي.

د بوګدن په نوم یو بل اوکرایینی پوځي وایي، "روسي ټانکونه زموږ پرتله یو څه ښه او پرمختللي دي خو تر ډېره روسان پیاوړي ځکه دي چې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې سربېره پر مخ روان وي. زموږ قوماندانان د خپلو سرتېرو ژوند ته ډېره پاملرنه کوي، نو موږ ترخپله وسه هڅه کوو، زموږ د سرتېرو مرګ ژوبله لږه وي."

د اوکرایین جګړه له بېلابېلو اړخونو د پخوانۍ زمانې جګړې په څېر ده. د ویجاړونکو توپخانو بریدونو پایله کې رامنځته شوي ویجاړي د لومړۍ نړیوالې جګړې خندقونو رایادوي. خو دغه جګړه کې د پرمختللو شوبلو اړتیا جوته ده ـ بل پلو اوکراییني ځواکونو د جګړې لومړیو اوونیو کې له اوږې ویشتونکو توغندیو سره روسۍ زغروالې شوبلې په نښه کړې او روسي ځواکونه یې له پرمختګه وګرځول.