د بې وسلې کولو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه د عامه پوهاوي غږ کوي افغانستان کې ورته کومه رسمي تګلاره نشته

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه له غړو هېوادونو غواړي چې د مارچ پنځمه د بې وسلې کولو او وسلو نه خپرولو نړیوالې ورځې لمانځنو کې ګډون وکړي او له دې لارې دې په خپلو ټولنو کې عامه پوهای وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش په خپل پیغام کې ویلي "بې وسلې کېدا او نه خپرول یې پر سوله د پانګونې معنا لري. دا زموږ پر راتلونکي پانګونه ده. راځئ دا ګواښ وړاندې تر هغه چې موږ له منځه یوسي، له منځه یوسو."

وسله، که څه ساده وویل شي وژونکې وسیله ده.

وسله یوازې د بې وزلو ټولنو لپاره ګواښ نه دی، ان په پرمختللو ټولنو کې وسلې په ورځني ډول ګڼ خلک وژني.

د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې په ۲۰۲۳ کال کې له ۴ زرو ډېر کسان په امریکا کې د تاوتریخوالي پر وخت د وسلو کارولو په ټس کې وژل شوي.

افغانستان چې دا نیمه پېړۍ د جګړې ترخه څکه کوي، وسله پکې د خلکو لپاره یو لوی ګواښ دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په تاریخي ډول د هېواد لېرې پرتو سیمو کې وسله د ځان ساتنې لپاره کارول کېده. شپنو، ښکاریانو او هغو خلکو وسله کاروله چې شخصي بدۍ یې پاللې خو له ۱۹۷۹ کال وروسته چې شوروي پر افغانستان یرغل وکړ افغانستان د هر ډول وسلو د کارولو ډګر شو.

د لویو پوځي وسلو ور هاخوا په ټولنه کې د جرمنۍ تومانچې، پیتي ټوپک، مارکوړ، روسي، چینايي او مصري کلاشینکوفونه په نژدې هر کور کې لیدل کېدل چې ان واړه ماشومان ورسره اشنا دي.

که له یوه پلوه په تېرو څه د پاسه شلو کلونو کې د امریکا په مشرۍ پوځۍ ټلوالې او افغان پوځ ډول ډول وسلې کارولي خو په ټولنه کې د عامه نظم ساتني لپاره یې د ډایاګ او ډي ډي ار په نوم ملکي ژوند ته د ستنېدنې څو بهیرونه درلودل.

دغو بهیرونو کې له جهادي پېره پاتې قوماندانانو ته بلنه ورکول کېده چې د یو څه امتیاز په ترلاسه کول خپلې سپکې او درنې وسلې حکومت ته وسپاري.

خو له ۲۰۲۱ کال راهسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي افغانستان کې ظاهرا د وسلو ټولولو کومه رسمي اډانه نه ده رامنځ ته شوې.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

که څه هم طالبان د ټولیز امنیت په خوندي کولو کې بریالي ښکاري خو د ثبات لپاره د هغو خورو ورو وسلو په تړاو پوښتنه لا پرځای ده چې هم یې د طالبانو غړي لري او هم له تېرو مودو پاتې دي.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو یوه لوړ پوړي چارواکي یې بي بي سي ته وویل "په نویمو کلونو قوماندان سالاري وه، هرځای د وسلو زېرمې وې او هر چا وسلې ګرځولې نو ځکه یې هغه مهال طالبانو د راټولو بهیر درلود. په اوس کې د طالبانو له لوري د خپلو ټولو کسانو وسلې ثبت شوي او هغه زېرمې چې د بدلون پر مهال له تېر جمهوري نظامه پاتې شوي د یوه کمیسیون له لارې ثبت شوي."

دغه طالب چارواکي وویل د بې وسلو کولو د یوه بهیر نه درلودل له دې امله هم دي چې په ولسي کچه د خلکو د ازار مخه ونیول شي.

خو دا چې څوک د وسلو ګرځولو او څه ډول وسلې ګرځولو حق لرلی شي په دې تړاو هم روښانه تګلاره نشته.