تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نواز شریف پاکستان ته ستون شو؛ تاریخ بیا تکرارېږي؟
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر محمد نواز شریف څلور کاله په خپله خوښه له هېواد بهر پاتې کېدو وروسته نن شنبه ۲۱ اکتوبر د بریتانیا له پلازمېنې لندنه خپل هېواد ته ستون شو.
د ښاغلي شریف پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مسوولین وايي، نوموړی به د دبۍ له لارې پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېږي او هلته به په محکمه کې له رسمي حاضرۍ وروسته پلرني ښار لاهور ته د هرکلي په یوه غونډه کې د ګډون لپاره سفر وکړي.
ښاغلي شریف خپل هېواد ته پر لار دبۍ هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، ټولټاکنو ته چمتوالی کوي، د پاکستان ټاکنو کمېسیون پر شفافیت باوري دی او د ټولټاکنو نېټې په تړاو به د دې کمېسیون پرېکړه مني. ښاغلي شریف وویل: ''موږ ټاکنو ته چمتو یو، اوس د انتخابي حوزو معلومولو چاره باید وشي، ټاکنو کمېسیون دا هر څه ګوري او دوی به تر ټولو غوره پرېکړه وکړي.''
تېره اونۍ پاکستاني محکمو د مالي فساد په قضیو کې د ښاغلي شریف ضمانت ومانه او امر یې وکړ چې نواز شریف به هېواد ته له ستنېدو سره سم نه نیول کېږي.
د یادونې ده، چې ۲۰۱۸ کال کې د ''پناما'' رسوایۍ په نامه د یو شمېر اسنادو له افشا کېدو وروسته د ښاغلي شریف پر ضد د پاکستان محکمو کې قضیې ثبت شوې او نوموړي ته د زندان سزا ورکړل شوې وه. په دې کې د لندن ښار کې له غیر قانوني لارې د جایداد اخیستو اېوان فیلډ په نامه قضیه هم شامله ده، چې پکې ښاغلي شریف ته د لس کلن زندان سزا ورکړل شوې.
خو پاکستان محکمو نوموړي ته د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې اجازه ورکړه چې د زړه، پښتورګو او شکرې ناروغیو درملنې لپاره له هېواده ووځي. د ښاغلي شریف هغه قضیې اوس هم روانې دي او تېره اونۍ د پاکستان پلازمېنې عالي محکمې وویل، د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۴مه به د قضیې دلائلو اورېدنې تر مهاله ښاغلی شریف نه نیول کېږي.
نواز شریف په تېر کې پر ځان لګېدلي تورونه جعلي بللي وو او په وینا یې ځینو قاضیانو د ده پر ضد توطئه کې ملګرتیا کړې.
نواز شریف ویلي و، له همدې امله پاکستان کې دیموکراسي داسې یوه نژدې فلج وضعیت ته رسېدلې، چې د هېواد په تاریخ کې هېڅ یو لومړی وزیر نه دی توانېدلی د خپلې دندې لپاره تر ټاکل شوې مودې پورې په واک کې پاتې شي.
۷۳ کلن نواز شریف له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۳، بیا له ۱۹۹۷ تر ۱۹۹۹ او بالاخره له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ پورې درې ځله د پاکستان لومړي وزیر په توګه کار کړی او د پاکستان له خورا شتمنو صنعت کارو یو بلل کېږي.
اوس د نوموړي پاکستان مسلم لیګ ګوندي ملګري وايي، نواز شریف به د پاکستان راتلونکو هغو ټولټاکنو کې هم د ګوند له لوري د لومړي وزارت لپاره کاندید وي، چې د قانون له مخې باید سږ کال شوې وای، خو تر راتلونکي ۲۰۲۴ کال پورې ځنډېدلې دي.
بل لور د پاکستان راتلونکو ټاکنو کې د نواز شریف د رول او یا د دې ټولټاکنو شفافیت څرنګوالي په هکله په داسې حال کې بېلابېل شکونه څرګندېږي چې که یو لور د نواز شریف پر ضد د پاکستان محکمو کې لا هم قضیې روانې دي، نو بل پلو یې تر ټولو مهم سیاسي مخالف عمران خان په زندان کې دی او بیا په پاکستاني سیاست کې د دې هېواد د پوځ د نفوذ یادونه په تېر کې خپله نواز شریف هم کړې.
نواز شریف په ۲۰۱۸ کال کې له واکه لېرې شو او له هغه وروسته یې پر پاکستاني پوځي مشرتابه او د دې هېواد د استخباراتي ادارې ای اېس ای د هغه مهال پر مشر د سیاسي بې ثباتۍ رامنځته کولو او د ده د سیاسي مخالف عمران خان د پلویتوب سخت تورونه ولګول، خو د پاکستان پوځي او استخباراتي مشرانو تل دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستاني پوځ مخکیني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه بیا د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې ومنله چې پاکستاني پوځ له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې د هېواد په سیاست کې لاسوهنه کوله چې په وینا یې ''له اساسي قانون سره په ټکر کې چاره وه'' خو نوموړي دا ادعا هم وکړه، چې ''د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې په یوه خوله پرېکړه وشوه چې راتلونکي کې به پوځ په هېڅ صورت په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.''
نواز شریف پر مخکیني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر تحریک انصاف پاکستان ګوند هم تور پورې کاوه، چې د پاکستاني اقتصاد مخ پر ځوړ حالت مسوولیت پر غاړه لري.
د ښاغلي شریف پاکستان مسلم لیګ (ن) په ګډون د پاکستان ۱۳ ګوندونو اتحاد (پي ډي ایم) پر عمران خان تور پورې کاوه، چې د پاکستان پوځي مشرتابه پر مټ واک ته رسېدلی.
خو بل لور د ښاغلي شریف پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې نه یوازې د جنرال باجوه د دندې مودې غځولو ملاتړ وکړ، بلکې په ۲۰۲۲ کال کې له واکه د عمران خان له لېرې کېدو وروسته د نواز شریف ورور شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر شو او د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند له پوځ سره د مخالفت پر ځای د روغې، جوړې دریځ غوره کړ.
ښاغلی شریف داسې حال کې پاکستان ته ستنېږي چې سیاسي مخالف یې عمران خان د مالي فساد له نژدې هماغسې تورونو سره په زندان کې دی، چې له کبله یې مخکې دی له واکه ګوښه شوی او زنداني شوی و.
عمران خان چې پاکستان پارلمان کې د باور رایې په ترلاسه کولو کې پاتې راغی او له واکه ګوښه شو، په ورته توګه یې پر پاکستاني پوځي مشرتابه تور پورې کړ، چې د هېواد په سیاست کې لاسوهنه کوي او دا چې دی د توطئې له لارې له واکه لېرې شوی دی.
که څه هم د نواز شریف او عمران خان په ګډون هېڅ یو داسې پاکستانی سیاستوال، چې په دې هېواد کې یې واکمني کړې نه مني چې ګواکې پوځیانو ورسره د واک په ترلاسه کولو کې مرسته کړې، خو د سیاسي چارو ډېری شنونکي په دې اند دي چې پاکستان کې یو ځل بیا تاریخ تکراریږي.
د سیاسي چارو پاکستانۍ شنونکې عاصمه شیرازي پر دې موضوع د بي بي سي اردو څانګې ترهب اصغر ته وویل: ''په ظاهره هماغه څه کېږي، چې مخکې شوي، یوازینی توپیر یې دا دی چې سیاسي لوبغاړي بدل شوي دي او په دې لوبه کې یوازې سیاسي ګوندونه کمزوري شوي دي.''
د چارو یو بل شنونکی سلمان غني بیا د نواز شریف په هکله وايي، دی له واکه لېرې کېدو وروسته له پوځ سره مخامخ جګړې ته نه دی رسېدلی، ځکه یې سیاسي ګټه کړې: ''په دې هېواد کې له ۷۰ کالو راهیسې اسټېبلشمنټ (پاکستان کې د پوځي مشرتابه لپاره عامه اصطلاح) یو سیاسي واقعیت دی، نواز شریف زندان ته هم ورسېد، خو په بشپړ ډول یې له اسټېبلشمنټ سره تعلق ختم نه کړ.''