تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ریاض 'ډاون ټاون' کې د بن سلمان (مربع پروژه) د "کعبې په بڼه"
په ریاض کې د سعودي د یوې پروژې اعلان چې (نوی مربع) نومول شوی، په سعودي کې پر خواله رسنیو د ډېری کارنو غوسه راپارولې ده.
ځینو ټویټر کاروونکو پر سعودي حکومت او ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له دې کبله سختې نیوکې کړې دي.
ددې پروژې کیسه څه ده؟ او ولې دا لانجه مخ پر ډېرېدو ده؟
"نوی مربع" پروژه
لانجه وروسته تر هغه پیل شوه چې د سعودي د وزیرانو شورا مشر او شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د "نوي مربع" په نامه د یوې پروژې اعلان وکړ چې هدف یې د ریاض ښار "ډاون ټاون" پراخول دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس په یوه ټویټ کې ویلي "پروژه د یوه ابتکاري موزیم جوړولو لپاره پیلېږي چې ورسره به د ټیکنالوجۍ او ډیزاین او ګڼې کارېدنې د بشپړوونکې سینما ځای هم وي. د ساتېرۍ او ژوندیو نندارو تر ۸۰ ډېر ځایونه به پکې وي".
د سعودي شاهي خبري اژانس (واس) وايي، په دې پروژه کې به تر ۳۳۴ زرو کسان په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ښکېل وي.
د یاد اعلان له مخې، دا پروژه "د ریاض ښار شمال لوېدیځ کې پر ۱۹ کیلومتره مربع ځمکه د پاچا سلمان او پاچا خالد د دوه لارې پر سر پرته ده".
په دې پروژه کې به چې کله بشپړه شي، سلګونه زره وګړي اوسېدلی او ځایېدلی شي، د استوګنې ۱۰۴ زره کورونه یا فلټونه، ۹ زره مېلمستونونه، سوداګریزې سیمې او د کتابتون لپاره ۱٫۴ میلیون مربع متره ساحه په پام کې نیول شوې، سربېره پر دې به د ساتېرۍ لپاره شاوخوا ۶۲۰ زره مربع متره ځمکه هم اباده کړل شي.
اټکل شوی چې دا نوې پروژه به تر ۲۰۳۰ کال پورې بشپړه شي.
"ډیزاین یې کعبې ته ورته دی"
د پروژې له اعلان سره سم، پر ټویټر د پروژې د ډیزاین په اړه نیوکې ډېرې شوې، ځکه چې کعبې ته ورته بڼه ورکړل شوې ده. ځینو. قهرېدلو ټویټر کارنو وویل، شهزاده محمد بن سلمان "هڅه کوي نوې کعبه جوړه کړي".
خبریال او لیکوال ترکي شلهوب له څو پېړیو راهیسې د ابرهه حبشي د جوړې کړې ودانۍ او د بن سلمان د هغې ترمنځ پرتلنه کړې ده.
ده پر ټویټر لیکلي چې "پرون ابرهه حبشي القیلس جوړ کړ.. نن محمد بن سلمان نوی مربع ودانوي! ".
ځینو یې لامل پوښتلی چې دقیقاً کعبې شریفې ته ورته بڼه ولې ورکړل شوې ده؟
ځینو نورو بیا ویلي غوره به دا وه چې یوه بله بڼه ورته غوره شوې وای.
د پروژې ملاتړي
بل پلو، ځینو کسانو پر ټویټر د پروژې په اړه نیوکې "بېبنسټه" بللې دي او دا یې "په اوسني وخت کې د سعودي د پرمختګ د بدنامۍ یوه هڅه" بللې ده.
د ولیعهد محمد بن سلمان د دفتر مشر بدر عساکر دا پروژه "د نړۍ په کچه تر ټولو لویه هغه" بللې ده.