جنرال مکېنزي: له افغانستانه د وتلو څرنګوالي له کبله ډېر پښیمان یم

د عکس سرچینه، PENTAGON
د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) پخواني قوماندان جنرال فرانک مکېنزي ویلي چې له افغانستانه په بشپړ دول د وتلو پرېکړې په اړه پښیمان دی.
جنرال مکېنزي فاکس نیوز تلویزیون سره تازه مرکه کې ویلي، "باوري یم چې تاریخ به له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو او د وتلو د څرنګوالي پرېکړې په اړه د مرګونې تېروتنې قضاوت وکړي."
نوموړي همدا راز زیاته کړې چې تر اوسه په دې اند دی چې "امریکا باید په افغانستان کې ځواکونه ولري."
هغه دا هم ویلي چې دی له افغانستانه د امریکا پر ګټو بریدونو لپاره د داعش د وړتیاو لوړېدو په تړاو د سېنټکام د قوماندانانو له ارزونې سره موافق دی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه سياېناېن تلویزیوني شبکې د دوو جګپوړو امریکايي چارواکو په حواله یوه رپوټ کې ویلي چې د دوی نوې استخباراتي ارزونې دا له امکان لېرې ګڼي چې القاعده دې بیا په افغانستان او پاکستان کې سر راپورته کړي.
دوی زیاته کړې چې د طالبانو لخوا د داعش خلاف عملیاتو د دې ډلې فعالیتونه هم محدود کړي، خو خطر یې په بشپړ ډول لمنځه نه دی تللی.
جنرال فرانک مکېنزې چې اوس متقاعد دی، د ۲۰۱۹ کال له مارچ د ۲۰۲۲ کال تر اپریل پورې د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) عمومي قومندان و.
افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه هم له همدې قومندانۍ اداره کېدل او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د هغه تر نظر لاندې له افغانستانه ووتل.
جنرال مکېنزي ویلي، په هغه بڼه چې امریکا په افغانستان کې خپل حضور پای ته ورساوه، ډېر پښیمانه دی.
نوموړی وايي فکر کوي چې بنسټیزې پرېکړې سمې نه وې شوې، په ځانګړي ډول هغه شان کې د امریکا د سفارت کارکوونکي، امریکايي وګړي او افغانان نیغ په نیغه د خطر خولې ته ورکړل شوي وو.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر په دروازه کې چې سلګونه کسان پکې دغه ډګر ته د ننوتلو لپاره راټول شوي وو، خپل چاودېدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړه.
په دغه برید کې چې مسوولیت یې وروسته داعش ومانه، ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.
اوس جنرال مکېنزي وايي، فکر نه کوي چې طالبانو دې په لوی لاس دغه ځانمرګي بریدګر ته د کابل هوايي ډګر تر دروازې د رسېدو لار ورکړې وي، خو د نوموړي په وینا باورمن دی چې د دغه برید مخه نیول کېدای شوه.
دغه امریکايي جنرال د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې چې لا افغانستان کې جمهوري نظام واکمن و، کانګرس ته ویلي چې د امریکا له مالي مرستې او ملاتړ پرته د ځان دفاع لپاره د افغانانو د وړتیا په اړه اندېښمن دی.
هغه د همدې لپاره په بشپړه توګه د ځواکونو د ایستلو سپارښتنه نه کوله.





















