د حماس روغتیا وزارت وايي غزه کې ۱۳۵ نور کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، د جمعې پر ورځ په دې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳۵ نور کسان وژل شوي دي.
دغه وزارت د شنبې سهار وویل، چې له دغو نویو قربانیانو سره د اوکتوبر له اومې په دې غزه کې د ټولو وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۳ زره ۸۴۳ تنو ته رسېدلی دی.
د حماس روغتیا وزارت په دې موده کې له ۶۰ زرو د ډېرو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.
بلخوا د اسرائیل دفاعي ځواکونو 'ای ډي اېف' بیا د شپې له مخې له دوامداره بریدونو وروسته د شنبې سهار د بشردوستانه پاملرنو له مخې غزه کې د محدود وخت لپاره په تکتیکي ډول د پوځي فعالیتونو د درولو اعلان کړی.
دوی ویلي چې په رفح کې یې پر ځايي وخت د غرمې تر ۲ بجو پوځي فعالیتونه ځنډولي وو.
غزه کې جګړه او تاوتریخوالی داسې حال کې دوام لري، چې په دې تړاو د یمن د حوثي غورځنګ او د اسرائیل د ځواکمنو نړیوالو متحدانو امریکا او بریتانیا ترمنځ هم کړکېچ په پراخېدو دی.
دغو هېوادونو تازه ویلي، چې په یمن کې د حوثیانو پر اهدافو نور بریدونه کړي.
امریکا او بریتانیا وايي، د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو خلاف یې دا پوځ ګام د دغه غورځنګ لخو سره سمندر کې پر بېړیو د بریدونو په غبرګون کې اخیستی.
حوثیان بیا وايي، د امریکا او بریتانیا بریدونو مرګژوبله نه ده اړولې او دا چې دوی به یې کارنده او ځواکمن ځواب ووايي.
سویلي غزه کې تازه بریدونه

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکي او عیني شاهدان وايي، چې تېره شپه د اسرائیلي ځواکونو بریدونه تر ډېره د غزې پر سویل متمرکز وو.
د یادونې ده چې د جګړې له پیل راهیسې زرګونو کورنیو د غزې له شمال او نورو برخو د دې تراړې سویل ته پناه وړې ده.
د سمیر قشطه په نوم یوه ځايي اوسېدونکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې په دغو تازه هوايي ګوزارونو کې یې کور "په بشپړ ډول ویجاړ" شوی دی.
نوموړی وايي "دا کور زما او د زما د ماشومانو سرپناه وه. د زوی واده ته مو تیاری نیوه او دې ته مې چمتو کړی و چې هغه به پکې اوسي."
دی زیاتوي "موږ سوله خوښي خلک یو، پر موږ یې له مخکیني خبرداري پرته ګوزار وکړ. زه مې د خور لیدلو ته تللی وم او ښځه مې خپل مور او پلار کره وه."
خو نعمه الاخراس د بمبارۍ پیلېدو پر مهال خپل کور کې وه.

د عکس سرچینه، EPA
دا وايي "بریدونه تر تصور پورته وو... چیغې او سورې مو پیل کړې، زه له حرکت پاتې وم، بلاخره چا راکښلم او تذکره کې یې واچولم."
اغلې الاخراس وايي "موږ څه خطا کړې؟ بس ناست وو. نه مو کورونه او نه بهر ځای خوندي دی. چېرته ولاړ شو؟"
خو اسرائیلي ځواکونه وايي چې دوی ترهګر او د هغوی اړوند تاسیسات په نښه او دا چې هڅه کوي چې ملکي مرګژوبله د امکان تر حده ټیټه کړي.





















