تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ویانا کې د طالبانو د مخالفو څېرو دویمه غونډه
په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو خلاف د 'ملي مقاومت جبهې' په نوم ډلې مشر احمد مسعود او یو شمېر نور کسان ګډون لري.
دا پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دوی دویمه غونډه ده چې د اترېش پلازمېنه 'ویانا' کې جوړېږي.
په دې غونډه کې د طالبانو مخالفې څېرې چې اکثره یې اوس له افغانستانه بهر ژوند کوي، فزیکي یا مجازي حضور لري.
د اجرایه ریاست پخواني مرستیال محمد محقق د دې غونډې پرانېستونکي وینا کې د طالبان ګڼې پرېکړې او تګلارې وننګولې او د دوی اوسنی حکومت یې "یو افراطي طالباني حکومت" وباله.
نوموړي چې دې غونډې ته یې له ترکیې په انلاین بڼه خبرې کولې، په طالبانو د ځان غوښتنې تور پورې کړ .
هغه وویل ټول اجرایي، قضایي او امنیتي بنسټونه د طالبانو په لاس کې دي او بل چا ته د خدمت موقع نه ورکول کېږي.
ښاغلي محقق ټینګار وکړ چې افغانستان کې د کړکېچ د حل "رښتینې لار بین الافغاني خبرې اترې" دي.
یو شمېر پېژندل شویو سیاسونو، فعالانو او د جمهوریت مهال چارواکو چې تېر کال یې د دې لړۍ لومړي کنفرانس کې برخه اخیستې وه، سږ کال پکې ګډون نه دی کړی.
له دې ډلې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی لوی رییس رحمت الله نبیل او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول هم سږ کال دغه کنفراس ته نه دي ورغلي.
ښاغلي نبیل پر خپل ټویټر لیکلي چې "له وړاندې د ځینو تنظیم شویو بوختیاو" له کبله نشي کولی دې جلسه کې ګډون وکړي.
خو هغه د دې ناستې د جوړېدو هرکلی کړی.
د طالبانو حکومت تر اوسه دغه کنفرانس ته غبرګون نه دی ښودلی.
د ملي مقاومت په نوم جبهې پرون یکشنبه یوه بیان کې ویلي و چې دغه کنفرانس کې به تر ډېره د طالبانو مخالفو سیاسي، مدني، او پوځي جریانونو او فعالانو ترمنځ د باور فضا په پیاوړتیا او د افغانستان ازادۍ لپاره د مقاومت پر دوام او پراختیا تمرکز وشي.
دا کنفرانس هم د تېر کال په څېر د اتریش د نړیوالو چارو انسټیټیوټ لخوا جوړ او ګډونوال د دې لپاره ور بلل شوي چې د طالبانو حکومت خلاف پر همغږو سیاسي ګامونو خبرې او مشورې وکړي.
دغه اېنسټیټيوټ د تېر کال تر کنفرانس وروسته په لنډ خپاره کړي بیان کې ویلي و چې د افغانستان خلکو د مشروع حقونو تامین لپاره د دوی د مقاومت ملاتړ کوي.