شمالي وزیرستان ته د انس حقاني تګ؛ څه ډول تللی و او موخه یې څه وه؟

افغانستان

د عکس سرچینه، TAlIBAN

    • Author, حفيظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د تېر کمکي اختر ورځو کې (د ۲۰۲۴ اپرېل) شمالي وزیرستان ته د انس حقاني "نارسمي سفر" په افغانستان او پاکستان دواړو کې غبرګونونه پارولي دي.‌

ښاغلی حقاني د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی. نوموړی د طالبانو حکومت کې د هغه کمېسیون غړی هم دی چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له افغانستانه د وتلو سیاستوالو او حکومتي چارواکو د بېرته ورستنولو لپاره جوړ شوی دی.

انس حقاني په ۲۰۱۴ کال کې په بحرین کې ونیول شو او افغانستان ته ولېږدول شو. وروسته په مرګ محکوم شو خو د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې په کابل کې د امریکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې خوشی شو او ‌په ځانګړې الوتکه کې قطر ته ولېږدول شو.

د کابل د امریکايي پوهنتون دوه استادان د ۲۰۱۶ کال په اګست کې "حقاني شبکې تښتولي وو."

شمالي وزیرستان ته څه ډول تللی؟

بي‌بي‌سي پښتو ته مالومه شوې چې انس حقاني له څو نورو ملګرو سره له ویزې پرته شمالي وزیرستان ته تللی و. خوست، پکتیا او پکتیکا له شمالي وزیرستان سره نژدې پراته ولایتونه دي.

نوموړي بي‌بي‌سي ته وویل، شمالي وزیرستان ته یې سفر "نارسمي" و او د خپلو وژل شویو "وروڼو او نورو دوستانو د قبرونو زیارت ته" تللی و.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د خوست غلام خان بندر، د پکتیکا انګور اډه او د پکتیا خرلاڅي هغه لارې دي چې د کرښې بلې غاړې وزیرستان ته تګ راتګ پرې کېږي.‌

خو دا وروستیو کې د تورخم، سپین بولدک او چمن په ګډون پر ډیورنډ کرښه د کرښې دواړو غاړو ته له ویزې پرته د ځايي‌ خلکو تګ راتګ ان "ناشونی" بلل شوی دی.

په چمن کې په دې اړه د شوي پرلت څه باندې ۲۰۰ ورځې پوره کېږي. د پرلت کوونکو یوه مهمه غوښتنه دا ده چې دواړه غاړو ته د ځايي اوسېدونکو لپاره له ویزې پرته تګ راتګ د پخوا په څېر ازاد شي.

نیوکو ته څه ځواب لري؟

په خواله رسنیو کې د ډېرو نېوکه دا ده چې ښاغلی حقاني څرنګه د نورو عادي خلکو برعکس شمالي وزیرستان ته له ویزې پرته تللی و.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

یو له دغو نېوکه کوونکو د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې مخکېنی غړی محسن دوړ دی. ښاغلی دوړ چې د ملي جمهوري غورځنګ (این ډي ایم) مشر دی، پوښتي، داسې حال کې چې "ولسي افغانان په پاکستان ځورول کېږي"،‌ خو ښاغلي حقاني ته "پروټوکول" ورکول کېږي.‌

موږ همدې نېوکو ته له انس حقاني ځواب وغوښت.

نوموړی وايي، "...په خوست کې د قومونو او قبایلو د کلک تړاو له مخې تګ راتک پخوا هم بې ویزې کېده او اوس هم کېږي....‌خو کله کله دغه تګ راتګ محدود شي."

ښاغلی حقاني وايي، چې "د روسانو پرضد د جهاد له پیل راهیسې یې" پلار جلال الدین حقاني د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې مېشت و او هلته یې "د کورنۍ اړیکي له قومونو سره لا ژورې دي."

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړی زیاتوي، د کرښې بلې غاړو ځايي قومونو سره د "ژورو اړیکو" له امله "وزیرستان زموږ روایتي او قبلوي حوزه کې شامل دي،‌ د تاریخ په اوږدو کې هلته د دولتونو نقش کمزوری پاتې شوی دی....د وزیرستان خلکو له موږ سره فشارونه زغملي دي، دا به موږ هېڅکله هېر نه کړو، هغوی موږ سره د خپلې خولې مړۍ شریکه کړه، سرښندنه یې ورکړه او د جګړې میدان ته راسره ولاړل."

د حقاني پر کورنۍ نېوکه کېږي چې د پاکستان له استخباراتي ادارو سره اړیکي لري- داسې څه چې د حقاني کورنۍ یې تل ردوي.‌

انس حقاني داسې مهال وزیرستان ته تللی و، چې د اپریل پر ۱۹مه د بلوچستان ایالت په نوان سیمه کې د افغانستان د طالبانو یو مشر مولوي محمد عمر جان اخندزاده وژل شوی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا پېښه تائید کړې وه خو دا یادونه یې نه وه کړې‌ چې نوموړی په بلوچستان کې وژل شوی او هلته یې د سفر دلیل هم نه دی روښانه کړی.

ښاغلی اخندزاده په کندهار کې د جهادي مدرسې ښوونکی او د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی هم و.