پاکستان کې د 'جبري بې درکه شویو کسانو خوشي کېدو لپاره' د اختر پر ورځ مظاهرې او لاریونونه شوي

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي-کوټه
  • د خپرېدو وخت

په پاکستان کې د اختر پر ورځ د جبري بې درکه شویو کسانو خوشي کېدو لپاره په کوټه، کراچۍ او ګوادر ښارونو کې مظاهرې شوې.

په کوټه او کراچۍ کې دغه احتجاجي مظاهرې او لاریونونه د د (بې درکه بلوڅانو) تنظیم کړې وې او د بلوچستان په ساحلي ګوادر ښارګوټي کې بیا (د حق دو) نومي تنظیم دا مظاهره ترتیب کړې وه. په کوټه کې د بې درکه بلوڅانو تنظیم مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ په مشرتابه لاریون د کوټې له پریس کلب نه روان شو.

په لاریون کې ماشومان، ښځې، سیاسي کارکوونکي او مدني فعالان شامل وو. لاریون د بلوچستان مرکزي ښار کوټې له جناح او عدالت واټونو تېر او بېرته پریس کلب ته ورسېد، چې مشرانو یې هلته ویناوې وکړې. ویناوالو وویل، د خپلو، خپلوانو بې درکه کېدل داسې دائمي خواشیني ده، چې څوک خوښۍ ته نه پرېږدي او له همدې کبله دوی د اختر پر ورځ هم احتجاج کوي.

ویناوالو غونډې ته وویل، د زرګونو جبري بې درکه شویو کسانو کورنۍ له کلونو راهیسې دغم پر ټغر ناست دي.

د یوه بې درکه ځوان خور غونډې ته وویل: ''کلونه کېږي، چې بې درکه دی، ښايي څېره یې رانه هېره شوې وای، خو تصویرونو ته یې ګورو، ځکه یې څېره لا هم زموږ په ذهنونو کې پاتې ده.''

د غونډې ګډونوالو وویل، که بې درکه کسانو کوم جرم کړی وي، خو باید محکمې ته وړاندې شي او که یې جرم نه وي، کړی باید سملاسي خوشي شي. د غونډې ګډونوالو دغه راز د بشري حقونو له کورنیو او نړیوالو ادارو وغوښتل چې د دوی خپلوانو په موندلو کې خپل رول ولوبوي.

په ګوادر ښارګوټي کې بیا د حق دو تنظیم مشر مولانا هدایت الرحمان په مشرۍ لاریون د جیواني شهیدانو څلور لارې ته له تلو وروسته هلته د خپلو غوښتنو لپاره مظاهره وکړه.