د طالبانو دوه کاله واکمنۍ کې د نړیوالو مرستندویه ادارو فعالیت؛ "د مرستو دوام ته ژمن یو"

سورصلیب

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي‌بي‌سي‌
  • د خپرېدو وخت

د طالبانو د واکمنېدو له دویمې کلیزې سره هممهاله ځینو مرستندویه موسسو خپل دوه کلن کاري رپوټونه خپاره کړي.

په دوی کې د سره صلیب کمیټې او ایمرجنسي روغتون ویلي چې د مخکیني حکومت له ړنګېدو سره سره د افغانانو ترڅنګ پاتې شوي او خپل کار ته یې ادامه ورکړې ده.

ایمرجنسي روغتون لیکلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې په افغانستان کې د ۴۱ زره کسانو درملنه کړې.

دغه روغتون زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې یې تر ۷۲۰ زرو ډېرو روغتیايي سلاکارانو ته روزنه ورکړې.

هغه سلاکاران چې د زندانونو په ګډون د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ځي او خلک یې له روغتیايي چوپړونو برخمن کېږي.

ګڼو مرستندویه بنسټونو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبان له راګرځیدو سره افغانستان سره مخه ښه وکړه خو ځینې لا هم فعالیت کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د سره صلیب نړیواله کمېټه هم له هغو بنسټونو یو دی چې د پخواني حکومت له پرځېدو راوروسته یې د طالبانو په حکومت کې هم خپل کار ته دوام ورکړی دی.

دغه بنسټ وايي په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ناوړه وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره د مرستو دوام ته ژمن دي.

سور صلیب لیکي چې د روغتیا، زدکړې او کرهنې په برخو کې له خلکو سره د مرستو ته دوام ورکوي.

د سره صلیب په وینا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې د قرطاسیې په وېشلو او د درسي ټولګیو په جوړولو سره ۸۵ زره ماشومانو ته د زدکړې شونتیا برابره کړې، ښوونکي یې روزلي او د ښوونځیو په سطح یې د زدکړې مدیریت کمېټې جوړې کړې دي.

وایي د روغتیا په برخه کې یې هم د ۶۷ روغتیايي مرکزونو ملاتړ کړی او ۳۵ ګرځنده ډلې یې لېرې پرتو سیمو ته استولې دي.

سورصلیب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سور صلیب معلولانو ته مصنوعي غړي هم برابروي‌

افغانستان له هغو هېوادونو دی چې خلک یې تل په یوه نه یوه ډول له لوږې سره مخامخ وو خو په تېرو دوو کلونو کې چې بهرنۍ مرستې پام وړ کمې شوې، د ماشومانو او میندوارو ښځو د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه شوې.

د سره صلیب د شمېرو له مخې په افغانستان کې تر درې میلیونو ډېر ماشومان او تر ۸۴۰ زرو ډېرې میندوارې او هغه ښځې چې ماشوم ته تی ورکوي په خوار ځواکۍ اخته دي.

سور صلیب وایي له دغو خلکو سره مرستې ته ژمن دی او د ښځو روزنې ته دوام ورکوي چې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره سالم او بشپړ خوراکي رژیم ومومي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په مرستندویه بنسټونو کې ښځې له کار کولو منع کړې ایمرجنسي د روغتیا په برخه کې ښځو ته روزنه ورکوي.

دغه بنسټ لیکي چې تراوسه یې ۳۷۰ ښځې په روغتیايي ډګر کې روزلې دي.

امبولانس

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د دغه بنسټ مشري ستیفانو سوزا کوي چې د ښځو د زدکړې پر اهمیت یې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له زدکړو د ښځو راګرځول پر اقتصادي پیاوړتیا، روغتیا او ان سیمه ییز ثبات ناوړه اغېزه لري، هغه څه چې مرستندویو بنسټونو یې تل یادونه کړې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو غوښتنه او هرکلی کوي خو لګېدلي محدودیتونه یې د مرستندویه بنسټونو کار ته لوی خنډ دی، او ساحه ورباندې ورځ تر بلې تنګوي.