تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کوټه کې د پاکستاني طالبانو برید؛ وژل شویو کې پولیس او یو ماشوم هم شته
د بلوچستان مرکز کوټې ښار په بلیلي سیمه کې د ګوزڼ واکسین د ټیم ساتونکو پر موټر ځانمرګي برید کې د دوو پولیسو او یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او د ۲۱ پولیسو په شمول ۲۷ کسان ټپیان شوي.
د پولیسو په وینا، د پولیو دغه ټیم د بلوچستان کچلاک ته روان وو چې د چاودنې ښکار شو.
د کوټې د پولیسو مشر غلام اظفر مهیسر خبریالانو ته ویلي، چاودنه ځانمرګ برید و، چې په وینا یې له ۲۰ تر ۲۵ کیلو چاودېدونکي پکې کارول شوي دي.
سرچینه وايي، چاودنې درې نور ګاډي هم زیانمن کړي دي.
د برید مسؤولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی. وړمه ورځ دغې ډلې ویلي وو چې له پاکستاني حکومت سره یې اوربند پای ته رسېدلی او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی و چې د پاکستان په هره سیمه کې یې وس ورسېږي پر پوځيانو دې خپل بریدونه بېرته پیل کړي.
په چاودنه کې ټپیان د کوټې ملي روغتون ته لېږدول شوي.
د کوټې د پولیسو مشر وايي، بریدګر رېکشا کې سپور و او د پولیسو له ګاډي سره یې جنګولی او بیا چاودنه شوې ده.
له ټکر سره د پولیسو موټر چپه شوی او کندې ته لوېدلی چې له امله یې پولیسو ته ډېر زیان اوښتی دی.
د بریدګر جسد د پېښې له ځایه یوڅه لیرې موندل شوی.
په ټپیانو کې د دوو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل شوی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان دې تازه برید ته په غبرګون کې دا پېښه په ټینګو ټکو غندلې او د پېښې په اړه یې د پلټنې امر کړی دی.
د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د پولیو یا ګوزڼ کارمنانو د نورو انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی، چې دی یې دا ویاړلی کار ستايي.