افغانستان کې د بې روزګارۍ له امله خلکو د کوچنيو او منځنيو پورونو اخیستو ته مخه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سيد انور
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د بېکارۍ زیاتوالي ډېر خلک اړ کړي چې د کوچنیو او منځنیو پورونو په ترلاسه کولو سره د نويو کاروبارونو پیل ته مخه کړي.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د کوچنیو پورونو د ورکړې بهیر درول شوی و، خو له څه مودې وروسته د پور ورکولو د دودیز عصري سیسټم نه اسلامي بانکونو کې د دود مرابحه بڼې ته د بدلېدو سره د پور غوښتونکو شمېر هم په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی.
د بېکارۍ زیاتوالی او د کورنۍ د غړو د دندو له لاسه ورکول د دې لامل شوي چې د عادلې شېرزاد کورنۍ د نورو ډېرو په څېر له اقتصادي ستونزو سره مخ شي. خو د اسلامي بانکوالۍ په نوې بڼه یا د بیع مرابحې له لارې د کوچنیو پورونو د بیا پیلېدو په ترڅ کې مېرمن شېرزاد ته دا فرصت برابر شو، چې د کالیو ګنډلو ماشین واخلي او په کار پیل وکړي.
نوموړې وايي، د مېرمنو لپاره افغانستان کې له کور نه بهر د کار کولو زمنیه برابره نه ده، د دې لپاره، چې د خپلې کورنۍ لپاره څه برابر کړم له بانک نه مي پور واخیست، ماشین، څرمن او نور اړین توکي مو رانیول، هغه بکسونه، چې موږ یې جوړو ښه بازار لري او ورځ تر بلي مو دغه کوچنی کاروبار غوړېږي."
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د دودیزي بانکوالۍ پر بنسټ د کوچنیو پورونو د ورکړې بهیر درول شوی ؤ، د مسفا په نوم په افغانستان کې د وړو پورونو د پانګونې او ملاتړ اداره وايي، له سلا مشورو او مطالعاتو وروسته یې د بانکوالۍ د پور ورکولو دودیز سیستم، اسلامي بڼې یا بیع مرابحه ته بدل کړئ.
بیع مرابحه یا له پېرل شوې بیې په لوړ بیه پلور د اسلامي بانکوالی د پور ورکولو هغه بڼي ته وائي، چې مالي شرکت یا بانک په پېردونکي باندې په لوړه او مالومه بیه خپل توکي وپلوري، او پېرودونکي بیا د همدې سیسټم پر بنسټ پیسې په قسطونو بانک یا مالي شرکت ته ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مسفا په نوم د کوچنیو او منځنیو پورونو د ورکړي د پروګرامونو مشر عبدالمتین ایزدیار په وینا په څه کم دوو کلونو کې د هغو مشتریانو شمېر چې د مرابحې له لارې یې پیسې ترلاسه کړې او کار یې پیل کړی، څه باندې ۴۳ زره کسانو ته رسېدلي دي.
ښاغلی ايزديار وايي، "په تېرو ۱۹ یا ۲۰ میاشتو کې څلور عشاریه یو میلیارد افغانۍ پر ۴۳ زره مشتریانو باندي ویشل شوې دي، په وروستیو کې هره میاشت له ۳۰۰ نه تر ۳۵۰ میلیون افغانیو پوري بازار کې د بیع مرابحه په توګه ویشل کېږي او دا چاره د هري ورځي په تېرېدو سره مخ په پراخېدو ده او غوښتنې هم زیاتي دي."
د ښاغلي ایزدیار په وینا، د مرابحې د پور لږ تر لږه کچه له لسو زرو افغانیو تر سل زرو افغانیو پورې ده، چې مشتریان یې د خپلو اړتیاوو له مخې ترلاسه کوي. خو په ځینو مواردو کې د ده په وینا د پور کچه تر ۳ میلیون افغانیو پورې هم رسېدلی ده.
ښاغلی ایزدیار وايي د اسلامي پور اخیستونکو نژدې نیمایي برخه مېرمني دي.
د ښاغلي ایزدیار په وینا، د مرابحې پورونو د بېرته ورکولو کچه د نړیوال دودیز بانکي سیسټم پرتله چې تېرو کلونو کې یې دوام درلود د پام وړ ښه والی لري، او ډېر لږ داسې پېښ شوي چې مشتري خپل پور په ټاکلې موده کې تادیه نه کړي .

د عکس سرچینه، Getty Images
شېر محمد بیان یو له هغو کسانو نه دی چې په دې وروستیو کې یې د مرابحې په بڼه د پور په اخیستلو سره د خپل خصوصي ښوونځي ټولګي سمبال کړي دي. هغه وايي، چې د مرابحې په بڼه د پور له ترلاسه کولو پرته د يوه مجهز تدريسي ښوونځي جوړول ورته ناشوني وو.
نوموړی وايي، "موږ دا داسې یوې ادارې یا بنسټ په لټه کې وو، چژ په دغه ډول ستونزمن حالت کې زموږ لاسنیوی وکړي، موږ خپله یو کمپیوټر لب درلود، چې کمپیوټرونه یې ډېر زاړه او له کاره لوېدلي وو، د مرابحه په توګه د پور اخیستلو وروسته مو د خپلو همکارانو په مرسته نوي لپ ټاپونه په وړ بیه واخیستل. دوهم تاسو پوهېږي، چي د برېښنا سیسټم ګډوډ دئ برېښنا ته په سمه توګه لاسرسی نه لرو، د لمریزي برېښنا دغه سیسټم مو هم په خپل ښوونځئ کې د دغه دوستانو په مرسته فعال کړی دئ."
ښاغلی بیان وايي چې د پور د بېرته ورکولو کچه ساده ده او تر اوسه یې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
په تېرو وختونو کې یوازي په لویو ښارونو او ولایتونو کې چې امنیتي ستونزې لږ وې، د کوچنیو پورونو بهیر دوام درلود.
اوس په افغانستان کې د مسفا په نوم د پانګې اچونې په برخه کې د مرستي او د وړو پورونو د ملاتړ اداره وايي؛ د اسلامي بانکوالۍ د سيستم له لارې به د کوچنيو پورونو د وېش شبکه د هېواد نورو برخو ته هم وغځوي.
دغه بنسټ هیله څرګندوي چې د اسلامي بانکوالي سیستم ته د کوچنیو پورونو د بهیر دوام به د کار زمینه برابره کړي او تر یوه حده به د بېکارۍ په کچه کې لږوالی راولي.






















