مجاهد: د طالبانو مشر د ۱۴۰۳ کال لپاره مالي بودیجه 'توشیح' کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د ۱۴۰۳ کال لپاره مالي بودیجه د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوند زاده 'توشیح' کړې ده.
د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اېکس پیغام کې ویلي، چې دا مالي بودیجه ''له هر اړخیزې ارزونې وروسته توشیح شوې او پکې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول شوې دي.'' ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د پروسږکال په څېر سږ کال هم ټوله بودیجه له ''ملي عوایدو چمتو شوې ده.''
ښاغلي مجاهد د بودیجې د حجم په هکله څه نه دي ویلي او نه یې هم په نوې بودیجه کې د مالیاتو، معاشونو یا لګښتونو د زیاتوالي یا کموالي په تړاو څه جزیات ورکړي دي.
د ذبیح الله مجاهد په ایکس پیغام کې د ملي بودیجې کچه هم نه ده یاده شوې، دا هم نه ده روښانه چې څومره یې عادي او پراختیايي بودیجې ته ځانګړې شوې ده.
د یادونې ده، چې له هغې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، بهرنۍ مرستې پر دغه هېواد کمې شوې او پراختیايي کارونه هم د پخوا پرتله ډېر کم شوي دي.
د طالبانو حکومت د تېر کال په جولای کې د ۱۴۰۲ کال مالي بودیجې په هکله هم ویلي و، چې (د اوس لپاره) یې معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.
د طالبانو د حکومت کابینې د پروسږ کال بودیجه په کب میاشت کې تائید کړې وه او د "تصویب" لپاره یې مولوي هبت الله اخوندزاده ته استولې و، چې له نژدې یوې میاشتې وروسته یې هم د توشیح په هکله معلومات نه وو رسنیز شوي.
په افغانستان کې مالي کال اوس په وري میاشت کې پيلېږي، خو ښاغلي اخوندزاده نژدې دوې میاشتې د پروسږ کال د بودیجې توشیح ځنډولې وه او د سږ کال بودیجه هم اوس په وږي میاشت کې توشیح شوې ده.
وړم ۱۴۰۱ مالي کال کې د طالبانو حکومت د بودیجې په اړه ځینې مالومات له رسنیو سره شریک کړي وو.





















