ګودر غاړه؛ زموږ او نورو تګلارې

KaDwal

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, روشنا وردګ
    • دنده, نیویارک
  • د خپرېدو وخت

په امريکا او ډېرو نورو لوېديځو هېواودونو کې د اوړي رخصتۍ دي، په رسمي توګه ښوونځي رخصت دی، خو ځينې ماشومان لا هم د دوبي ښوونځيو ته درومي.

هرڅوک کولای شي هر وخت زدکړه وکړي، په رخصتيو کې هم هره ورځ په مکتبونو کې د شاګردانو لپاره د مختلفو تعليمي او تفريحي پروګرامونو تابيا نيول شوې وي چې زده کوونکي کولای شي د خپلې خوښې په پروګرامونو کې ګډون وکړي او په دې ډول دوی د اوړي دا دوې – دوې نيمې مياشتې رخصتي هم عبث تېره نه کړي.

که څه هم د تعليمي ورځو پرتله کم وي خو بيا هم د ښوونځيو ژیړ رنګه بسونه سهار او ماسپښین په لارو کوڅو کې لیدل کېږي، چې د ښوونځیو او کورونو تر منځ ماشومان لېږدوي.

دوی هېڅکله هم د زدکړو او تعلیم پر مخ دروازې نه تړي.

همدا ډول سيمه یيز کتابتونونه يا لايبريرۍ په رخصتيو کې ماشومان هڅوي چې د خپلې خوښې کتابونه ولولي او د لوستل شويو کتابونو په تناسب ورته د شاباسي په توګه سرټيفکېټ يا مډالونه ورکوي.

خو دا دي دوه کاله کېږي چې د وطن د نجونو پر مخ مو د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي، او په لوی لاس د تعلیم او تربیې مخه ډب شوې ده.

د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړل د جهالت د دورې راژوندي کول دي.

لوڼې ژوندۍ په خاورو کې خښول د هغوی د مادي ژوند پای دی، خو له زدکړو، علم او پوهې بې برخې کول يې د معنوي ژوند بربادول او د هغوی د بنيادي انساني او شرعي حق تروړل دي.

زموږ د مالت د نږدې ښوونځي مخې ته لوی پارک کی مازیګر خورا ګڼه ګوڼه وي، د ماشومانو مېندې پلرونه یا نور خپلوان ځینې ورته په نږدې څوکیو ناست وي، یا ورسره لوبې کوي او ځینې بيا شاوخوا قدم وهي او خپل ورزش کوي.

Aks

د عکس سرچینه، Getty Images

وړمه ورځ زه هم دې پارک ته ولاړم او هلته پر یوه خالي څوکۍ کېناستم، شېبه پس یوه مېرمن راغله، ویل سلام، کولی شم دلته کېنم، ورته کړل مې هو! ناڅاپه په پوښتنو ګروېږنو سر شوه، د کوم ځای یې؟ څه وخت راغلې یې او بلا پوښتنې یې بې له کومې وقفې وکړې.

ماته مې هغه یوه خورلڼه را یاده شوه، چې په کوم مجلس کې ورسره مخامخ شم، بیا نو چالانه وي، نه به د خبرې وار درکوي، او نه دې خبرې ته غوږ نيسي.

د هر چا په خبرو کې به ورلوېدلې وي، خو ته به له مجبوريته ورته غوږ ږدی او لس ځله تکرار شوې خبرې به یې اورې.

خو دا مېرمن داسې نه وه، د دې زړه د مساپرۍ او پردیسۍ له درده ډک و، زموږ په څېر د وطن له ناوړه درده دردېده.

ورته کړل می خورې تاسو کله راغلی یئ؟ ویل یې: په همدې وروستي ټېل، ماټېل کې راغلې یم، کله چې راغلم ډېره خپه وم، په لومړیو کې خو به مې شپه او ورځ ژړل او خپل خدای (ج) ته به می ویل، یا الله (ج) چې دا زموږ وطن کې څنګه داسې ناتار جوړ دی، هېڅ ارامي او ښه ورځ مو ونه لیدله، چې خپل وطن مو جوړ وای، په پردیو وطنو کې به مو څه غوښتل.

خو بيا مې صبر وظيفه کا اوس شکر دی ښه یم، د ژبې زدکړې کورس ته یې معرفي کړې یم، څلوېښت دقیقې په بس کې انګرېزي ژبې زده کولو ته ځم، چې ژبه زده کړم بیا کار کوم، کور کې به څوک څه وکړي بس د وطن او خپلوانو غمونه او فکرونه به کوي.

په دې وخت کې یو یوولس دوولس کلن هلک پر بایسکل راغی، دې پرې غږ کړ دا دې له کومه کړ، هلک وویل دا مې غلا کړ او له دې خبرې سره له خندا شین شو.

موږ هم وخندل، ورته کړل مې دا دې زوی دی؟ ویل یې هو، دوه زامن او یوه لور مې راسره دي، خو دوه واده کړي زامن یې رانه جدا کړل، کله یې چې کور راکاوه نو هغو دوو واده کړیو زامنو ته مې یې بېل کورونه ورکړل او ماته یې له دې دریو سره بېل کور راکړ.

موسکۍ شوه او ویې ویل ما ورته هغه وخت ډېر وویل چې زه نه غواړم له هغو زامنو او نږیندو جدا شم، خو هغوی راته وویل څه یې کوې، دا افغانستان نه دی چې یوه کور کې به شل دېرش کسان اوسېدل، دا دوه زامن او یوه لور یې راته پرېښودل، خو د هغوی کورونه هم ډېر لیرې نه دي.

ورته کړل مې له نږیندو سره دې خوشاله وې؟

ویل یې ډېرې ښې نږیندې مې وې، که ښې نه وای، نو بیا مې چېرته په جدایۍ له امریکایانو سره جنجال کاوه، خو اوس یې د خدای مل شي.

دې پسې یې زياته کړه: اوس د خدای ج فضل دی لور او زامن مې ښوونځي ته ځي، زه هم کله چې زړه تنګې شم پارک ته راووځم خوشاله شوم له تاسره مې ولیدل، یو څه په سکون شوم.

ورته کړل مې خپه کېږه مه، يقيناً چې له وطن لېرې والی او مساپري سخته وي، خپل وطن ګل وطن.

ویل یې: د خدای ج شکر دی دې پارک کې خو کیناستی شم، زموږ وطن کې خو یې پارکونه هم په ښځو بند کړي.

ښه ده لورکۍ خو مې ښوونځي ته تللی شي، کله چې کابل کې له خپلې سپین سرې خور سره خبرې کوم راته وایې: چې پارکونه یې راباندې بند کړي، پخوا خو به ښه وم قدم وهلو ته به نږدې پارک ته ووتلم له نورو مېرمنو سره به مې یو څه مجلس د زړه خواله او درد شریک کړ، خو اوس هلته هم نشو تللی.

ورته کړل مې لکه څنګه چې مو وګړي له اوږده جنګ او جګړې ستړي، زخمي او په ډول، ډول جسمي او رواني ناروغیو اخته دي، اوس دوی دغسې د سیل، تفریح ځایونو او پارکونو ته اړتیا لري، ترڅو یې پر روحي او رواني روغتیا ښه اثر وکړي.

Aks

د عکس سرچینه، Getty Images

همدا واړه واړه شیان او خدای تعالی ورکړي نعمتونه روح او روان ته ګټه لري خو له بده بخته چې افغان نجونې او مېرمنې يې له دغو بنيادي، فطري او خدای ورکړيو حقونو هم بې برخې کړې.

موبایل مې لاس کې و او د ورځې راغلي غږیز پیغام ته مې پام شو چې د ښار د تعلیمي څانګې یوې مشرې زما د ماشومانو نومونه واخیستل، ویل یې چې فلانی او فلانۍ اوس کومو ښوونځیو ته ځي.

موږ غواړو ډاډه شو چې د دوی تعلیم څنګه روان دی. څو ځله مو په هغه بله شمېره اړیکه ټینګه کړه، خو ځواب مو تر لاسه نه کړ، کولی شۍ له موږ سره په دې شمېره اړیکه ټینګه کړئ.

ما له ځانه سره سوچ کاوه چې دا خلک او ملکونه به خامخا پرمختګ کوي چې حکومت يې د هر ماشوم د سبق، مکتب او زدکړو تسلسل څاري.

راشه موږ ته چې د ښځو پر مخ د کار او نجونو پر مخ د مکتب دروازې بندې دي او په دوو کالو کې څوک د نجونو د تعليم لپاره د يوه چارچوب يا ترتيب په جوړولو ونه توانېدل او هغه امر ثاني لا هم په هوا کې معلق پاتې دی.