د پاکستان بهرنیو چارو وزیر یوه لسیزه کې په لومړي ځل هند ته سفر کوي

پاکستان

د عکس سرچینه، ANADOLU

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن 'پنجشنبه' اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل "بلاول بوټو زرداري راتلونکي میاشت د شانګهای سازمان غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي."

ممتاز زهرا بلوچ خبري غوندې ته وویل "د مۍ په ۴مه او ۵مه نیټه به بلاول بوټو زرداري د هند په ګوا کې جوړیدونکې غونډه کې د ګډون کونکي پاکستاني پلاوي مشري کوي."

د پاکستان او هند تر منځ د ترینګلو اړیکو په درشل کې، دا له ۲۰۱۲م کال وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی. هغه مهال د پیپلز ګوند حکومت وه او حنا رباني کهر هند ته په رسمي سفر تللي وه، وروسته له هغې په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان لومړي وزیر بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز تر ټولو لوړپوړی دیپلومات و چې هند ته یې سفر وکړ.

د بلاول بوټو دا سفر د هند لخوا د جمو کشمیر حقوقي حیثیت بدلولو وروسته چې پاکستان پرې خورا نیوکې لري او غوصه دی، ډېر مهم بلل کېږي چې ښايي ګڼ غبرګونونه هم له ځآنه سره ولري.

له دې مخکې پاکستاني چارواکو په هند کې جوړیدونکي نړیوالو غونډو کې د انټرنېټ له لارې ګډون کاوه خو د رسمي سفر څه لېوالتیا نه وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې سفر په چمتووالي کار روان دی او په وینا یې د رسنیو استازو د ګډون په اړه به هم فکر کیږي.

بلخوا د همدې روانې اپرېل په اخر کې د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو غونډه هم په هند کې ده چې د پاکستان دفاع وزیر یې د نه ورتګ اعلان کړی. سرچینو ویلي د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ته د ګډون بلنه ورکړل شوې خو نوموړی به دې غونډه کې انلاین ګډون وکړي.

د افغانستان ګډ‌ون

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو او دفاعي چارو وزیرانو نوبتي غونډې دا ځل د هند په کوربه توب جوړیږي، افغانستان هم د دغې سازمان ناظر غړی دی او پخوا به یې چارواکو پکې ګډون کاوه.

له هغه مهال راهیسې چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، په نړیوالو غونډو کې د افغانستان استازولي پیکه ده او ډېر وخت ورته بلنه نه ورکول کېږي.

نږدې میاشت وړاندې هم هند کې د شانګهای سازمان د ملي امنیت سلاکارنو غونډه وه چې په افغانستان بحث یې تر ټولو توده موضوع وه خو له افغانستان پکې کوم استازی نه و بلل شوی.

دا هم نده ډاګیزه چې د هند په کوربه توب د شانګهای سازمان دغو جوړیدونکو غونډو کې به د افغانستان کوم استازی وبلل شي او که د تېر په څير به بې برخې وي.