د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر: پاکستان او هند ۲۰۱۹ کې اټومي جګړې ته نژدې وو

Mike Pompeo

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو وايي،‌ پاکستان او هند د ۲۰۱۹ کال په فیبرورۍ کې اټومي جګړې ته ډېر نژدې شوي‌ وو.‌

ښاغلي پمپیو دغه خبرې په خپل نوي کتاب کې کړې دي.‌ دغو دواړو ګاونډیانو په ۱۹۴۷ کې له بریتانیا د خپلواکۍ له تر لاسه کولو او وېش وروسته درې ځلې جګړې کړې دي چې دوه ځلې یې د کشمیر پر سر وې.‌

په ۲۰۱۹ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي‌ وروسته تر هغه لا ترینګلي‌ شول چې کشمیر کې د هند پر پوځیانو له برید وروسته،‌ ډیلي د پاکستان پر پوځي سیمه ګزارونه وکړل.‌

پاکستان هغه وخت ویلي‌ وو، د هند دوه پوځي جیټ‌ الوتکې یې غورځولې او یو پیلوټ‌ یې ژوندی نیولی و.‌ هند او پاکستان دواړه د بشپړ کشمیر دعوه کوي‌ خو دواړه هېوادونه یې ځینې برخې په واک کې لري.‌

هند له ډېرې مودې راهیسې ادعا کوي‌ چې اسلام اباد په کشمیر کې د بیلتونپالو وسله والو ملاتړ کوي،‌ خو پاکستان یې نه مني.‌

ښاغلي پمپیو په خپل کتاب کې (د هغې امریکا لپاره مبارزه چې زه پرې مین یم) لیکي‌ "فکر نه کوم نړۍ سمه پر دې پوهېده چې پاکستان او هند څومره د ۲۰۱۹ په فیبرورۍ کې اټومي مخامختیا ته نژدې شوي‌ وو. حقیقت دا دی چې زه هم کوټلی ځواب نه لرم، خو دومره پوهېږم چې دغه جګړه ډېره نژدې وه."

د امریکا دغه پخوانی چارواکی چې له طالبانو سره په دوحه کې په خبرو کې هم ډېر ښکیل وو،‌ دارنګه لیکي‌،‌ هغه شپه به هېڅکله هېره نه کړي‌ چې د ویتنام په پلازمېنه کې یې د یوې سرمشریزې پرمهال له شمالي‌ کوریا سره د اټومي‌ وسلو پر مسله خبرې کولې، چې "هند او پاکستان د لسیزو اودږمهالې لانجه کې د کشمیر پر سر یو بل ته ګواښونه پیل کړل.‌"

Image purportedly showing wreckage of Indian plane

د عکس سرچینه، Pakistan ISPR

د عکس تشریح، پاکستاني پوځیان دهغې الوتکې له ټوټو سره ولاړ دي چې وايي "دوی ویشتلې ده"

نوموړی لیکلی، وروسته له هغه چې په یوه برید کې له ۴۰ ډېر هندي سرتیري‌ ووژل شول "چې ښايي د اسلامي توندلارو دغه برید کې د پاکستان د اورپکۍ ضد نرمو تګلارو مرسته کړې وي"،‌ هند یې په ځواب کې پاکستان کې دننه هوایی بریدونه وکړل.‌

ښاغلی پمپیو وايي،‌ نوموړی د ویتنام په پلازمېنه هانوی کې له خپل هندي‌ سیال سره د خبرو لپاره له خوبه را پورته کړل شو.‌

پمپیو پرته له دې چې د خپل هندي‌ سیال نوم په ډاګه کړي، لیکلي‌ "هغه ګومان کاوه چې پاکستان د برید لپاره د اټومي وسلو پر چمتوالي‌ پیل کړی دی. هغه راته وویل چې هند هم خپل چمتوالی نیسي."

نوموړی وايي "ما له هغه غوښتنه وکړه چې هېڅ ونه کړي او د دې مسلې حل لپاره لږ وخت راکړي."

ښاغلی پمپیو لیکي‌، د هغه مهال د امریکا د ملي‌ امنیت سلاکار جان بولټن سره چې یو ځای هوټل کې ورسره وه، پر دې مسلې کار پیل کړ.‌

نوموړی وايي‌، وروسته یې د پاکستان د هغه مهال د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره د هندي لوري خبرې شریکې کړې.

نوموړی د ښاغلی باجوا له خولې لیکي "هغه ویل دا خبره سمه نه ده.‌ هغه ګومان کاو چې ښايي هندیانو به خپلې اټومي وسلې چمتو کړې وي. دې چارې څو ساعته وخت ونیو،‌ په ډيلي‌ او اسلام اباد کې زموږ د همکارانو د پام وړ هڅو دواړه لوري قانع کړل چې هېڅ لوری اټومي جګړې ته چمتوالی نه نیسي."

تر اوسه د پاکستان او هند چارواکو د پمپیو کتاب کې راوړل شویو یادښتونو ته غبرګون نه دی ښوولی.‌ د هند پر نیمه پوځيانو د ۲۰۱۹ کال د خونړي برید پړه په پاکستان کې مېشتې جیش محمد ډلې په غاړه اخیستی او هند یې د غچ اخیستو خبره کړې وه.