د فرانسې له ملي کتابتونه داسې کتابونه لېرې کړل شوي، چې په زهرو ککړ وو

د خپرېدو وخت

د فرانسې له ملي کتابتونه څلور کتابونه له دې کبله لېرې کړل شوي، چې کېدای شي پښتۍ یې په ارسنیک نومي زهرجنه ماده ککړې وي.

دغه ټول کتابونه په نولسمه مېلادي پېړۍ کې بریتانیا کې چاپ شوي دي، چې پښتۍ یې زرغونه زمردي رنګ لري.. د یادونې ده، چې هغه وخت د کتابونو رنګولو لپاره ارسنیک ماده کارول کېده.

د لاوري پوهنتون څېړونکو دغه کتابونه خطرناک بللي او له همدې کبله له ملي کتابتونه لېرې کړل شوي دي.

د پوهنتون مسوولین وايي، که څوک دا کتابونه کښته، پورته کړي، ښايي روغتیا ته یې کم زیان پېښ شي. د فرانسې ملي موزیم یوه ویندوی کس په دې هکله وویل: ''موږ دا اثار د دې لپاره قرنطین کړي، چې یوه داخلي لابراتوار کې د زهرو هغه کچه معلومه شي چې په دې کتابونو کې شامله ده.''

د زهرجنو کتابونو پروژې مسوولینو دغه کتابونه په ګوته کړي دي او دا نوښت د دلاوري پوهنتون ماهرینو د دلاوري وینترتهر موزیم په همکاري پیل کړی.

د ماهرینو دې ډلګۍ له ۲۰۱۹ راهیسې د داسې سلګونو کتابونو یو لیست چمتو کړی، چې فلزي پښتۍ لري او احتمال شته، چې خطرناک وي.

د دې څلورو کتابونو سرلیکونه د فرانسې ملي کتابتون د ۱۶ میلیونه کتابونو په لیست کې شامل وو.

د زهرجنو کتابونو پروژې مسوولین وايي، هغه کتابونه چې په زهرجنه ماده ککړ وي د هغو کسانو لپاره د احتیاط له یوه خبرداري سره ځای پر ځای کوي، چې کاروي یې.

د فرانسې ملي کتابتون مسوولین د دوی په زېرمه کې د ځینو داسې کتابونو موندل کېدو په تړاو وايي: ''د زهرجنو کتابونو پروژې له لیست سره، سره ځینې نور کتابونه هم په همدې موخه ارزوي.''

د یادونې ده، چې ۲۰۲۲ کال کې د بریتانیا په لیډز کې هم یو داسې کتاب موندل شوی و، چې په ارسنیک ککړ و. د 'زما خپل بڼ' په نامه هغه کتاب په ۱۸۵۵ کال کې چاپ شوی وو، چې ځلانده زرغونه پښتۍ یې درلوده.