ډنمارک د هغو کسانوزنداني کولو پلان چمتو کوي، چې په عام محضر کې قرآن کریم ته اور اچوي

د خپرېدو وخت
په ډنمارک او سویډن کې د قرآن کریم سوځولو پېښو پر ضد د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې مسلمانانو احتجاج وکړ.

د عکس سرچینه، YAHYA ARHAB/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، په ډنمارک او سویډن کې د قرآن کریم سوځولو پېښو پر ضد د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې مسلمانانو احتجاج وکړ.

ډنمارک حکومت په عام محضر کې د قرآن کریم پر سوځولو د بندیز لګولو وړاندیز کړی. ډنمارک حکومت دا وړاندیز د قرآن کریم سوځولو له پېښو وروسته په یو شمېر هېوادونو کې دا ډول پېښو ته له غبرګون وروسته کوي.

د ډنمارک انصاف وزیر پېټر هیومیلګارډ وايي، د دې ډول پېښو له کبله ډنمارک ته زیان رسېږي او ډنمارک د خلکو خوندیتوب له خطر سره مخامېږي.

د انصاف وزیر ټینګار کوي، چې په قانون کې وړاندیز شوی بدلون به د فکر او نظر پر شفاهي او یا لیکلو هېڅ اغېز و نه کړي، نه به هم د دې قانون له مخې طنزیه کاریکاتورونه اغېزمن شي، خو په وینا یې د مذهبي لیکنو سوځول له کرکې او خلکو وېش له رامنځته کېدو پرته بل هېڅ هدف نه لري.

د دې پلان شوي قانون له مخې به هغه کسان جریمه کېږي او یا به تر دوو کلونو پورې زندان سزا ورکول کېږي، چې قرآن کریم یا بائبل سره نامناسب چلن وکړي.

د ډنمارک ښي اړخه مرکزپال حکومت وايي، غواړي نړۍ ته یوه پیغام ورکړي.

د ډنمارک جېکب ایلیمان په دې هکله وايي: ''دا زموږ د ولسواکۍ لپاره د بنسټ ډبره ده، چې خپل فکر او نظر بیان کړو. خو باید یاد ولرو چې چلن مو مناسب وي.''

نوموړي د قرآن کریم سوځولو پېښو ته په اشارې سره وویل، کله چې د داسې کړنو له کبله د امنیت او خوندیتوب پوښتنه مطرح کېږي، ډنمارک نه شي کولای لاس تر زنې کېني.

د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکي راسموسن وايي، په ډنمارک کې دا وروستیو کې تر ۱۷۰ پورې مظاهرې شوې چې د بهرنیو سفارتونو مخکې د قرآن کریم سوځولو پېښې هم پکې شاملې دي.

بل لور د ډنمارک استخباراتي ادارو د دې پېښو له کبله د احتمالي ترهګریزو بریدونو احتمال زیاتېدو خبرداری هم ورکړی. د ډنمارک په ګاونډي سویډن کې هم د قرآن کریم سوځولو پېښې شوې او د هغه هېواد امنیتي ادارو هم د امنیت ګډوډېدو خبره کړې.

په تېره جولای میاشت کې په عراق کې د سویډن سفارت ته له همداسې یوې پېښې وروسته اور ورته کړل شوی و.

دواړه هېوادونه د فکر او نظر د ازادۍ په تړاو د خپلو لیبرال قوانینو له کبله تر ډېره د قرآن کریم سوځولو پېښو مخنیوي کې زړه نا زړه پاتې شول.

سویډن په ۱۹۷۰ مو کالونو کې مذهب ته د سپکاوي په تړاو خپل شته قانون لغو کړی و.

کوپنهاګن د جولای په وروستیو کې په ډنمارک او سویډن کې د قرآن کریم سوځولو له پېښو وروسته دې لړ کې د اقدام هوډ وکړ.

د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) له خپلو غړو هېوادونو غوښتي وو، چې د هغو هېوادونو پر ضد مناسب اقدام وکړي، چې قرآن کریم ته پکې سپکاوی کېږي.