ملګرو ملتونو په غزه کې د اسرائيلو پوځ له خوا د الجزيرې د پنځو خبريالانو وژل غندلي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په غزه کې د اسرائیلو په برید کې د الجزيرې ټلويزيوني شبکې د پنځو خبريالانو وژل غندلي او دا يې له نړيوال قانون جدي سرغړونه بللې ده.

يادې ادارې پر اېکس يوه پوست کې ويلي چې اسرائيل باید د خبريالانو په ګډون د ولسي وګړو ساتنه او درناوی وکړي. "موږ د ټولو خبريالانو لپاره غزې ته د سملاسي خوندي او بې خنډه لاسرسي غوښتنه کوو".

د الجزيرې پنځه خبريالان چې په کې انس الشريف هم و د يکشنبې په ورځ د اسرائيلو په بريد کې ووژل شول. د يادې شبکې په وینا په دې بريد کې دوه تنه نور هم وژل شوي چې يو يې خپلواک خبريال و.

د اسرائیلو پوځ ويلي چې هدف يې شريف و. دوی تور لګولی چې هغه د حماس د يوې ترهګرې ډلې مشري کوله. هغه تور چې شريف رد کړی و. اسرائيلو په دې تړاو ډېر لږ شواهد وړاندې کړي.

د بي بي سي د معلوماتو له مخې شريف له روانې جګړې مخکې د حماس له يوې رسنيزې ډلې سره يو څه موده کار کړی و.

نوموړي له وژل کېدو وړاندې پر ټولنيزو رسنيو پر حماس نيوکې هم کړې وې.

د رسنیو د حقونو ډلو او د قطر په ګډون يو شمېر هېوادونو د اسرائيلو دغه بريد غندلی دی.

د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر وياند ويلي، د بریتانیا حکومت "ژور اندېښمن" دی او د خپلواکې څېړنه غوښتنه يې کړې ده.

د سټار مر رسمي وياند خبريالانو ته وويل، اسرائيل بايد ډاډ ورکړي چې خبريالان په خوندي ډول او پرته له وېرې راپورونه خپاره کړي.

د بې پولې خبريالانو ډلې هم د شريف وژنه په کلکه غندلې ده.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې (سي پي جې) د بريد له کبله هېښتيا څرګنده کړې او ويلي يې دي چې اسرائيلو د شريف پر وړاندې د خپلو تورونو لپاره د شواهدو چمتو کولو کې پاتې راغلي دي.

د الجزيرې د راپور له مخې پر دغو خبريالانو انس الشريف او محمد قريقع، فلم اخيستونکي ابراهيم ظاهر ، محمد نوفل او مومن عليوه د روغتون له دروازې سره نژدې په خپله خېمه کې بريد شوی دی.

الجزيرې دوې اوونۍ وړاندې په غزه کې د خپلو خبريالانو پر وړاندې د اسرائيلو پوڅ د "پاروونکي کمپاين" په اړه خبرداری ورکړی و.

د الجزيرې په وینا په دې بريد کې ټول اووه تنه وژل شوي. دغې شبکې لومړی د خپلو څلورو خبريالانو د وژل کېدو پخلی کړی و خو وروسته يې وويل چې پنځه خبريالان په دې بريد کې وژل شوي دي.

د الجزيرې اجرائيه مشر محمد معوض بي بي سي ته ويلي چې الشريف د رسمي خبريال په توګه ثبت شوی و او يوازينی غږ و چې نړۍ يې د غزې له حالاتو خبروله. الجزيرې دا د رسنيو پر ازادۍ یو بل ښکاره او له مخکې پلان شوی برید بللی دی.

اسرائیل بهرنيو خبريالانو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته سفر وکړي، له همدې کبله ډېری رسنۍ د غزې پر ځايي خبريالانو تکيه کوي.

معوض د بريد په اړه وويل، "هغوی له لومړۍ کرښې د راپور ورکولو پر مهال نه بلکې په خپله خېمه کې په نښه شوي". نوموړي زياته کړه، "اسرائيل غواړي چې له غزې هر ډول خپرېدونکی غږ چوپ کړي". "دا هغه څه دي چې په معاصر تاریخ کې نه دي ليدلی شوي".

د دغو خبريالانو پر خېمه له بريد لږ وروسته د اسرائيلو پوځ تائيد کړه چې دوی الشريف په نښه کړی. د اسرائيلو پوځ پرټېلېګرام ليکلي چې نوموړي له "حماس سره د ترهګرو ډلو د مشر په توګه دنده ترسره کوله".

د اسرائيلو پوځ د نورو وژل شويو خبريالانو نومونه نه دي اخيستي.

۲۸ کلن الشريف له مرګ څو شېبې وړاندې پر ټولنيزه رسنۍ اېکس يوه پوسټ کې په غزه ښار کې د اسرائيلو د سختو هوايي بريدونو خبرداری ورکړی و. داسې ښکاري چې دا پوسټ له وړاندې ليکل شوی او د هغه د کوم ملګري له خوا خپور شوی.

د اسرائيلو له بريدو وروسته دوې بوږنوونکې ويډيوګانې خپرې شوې چې په کې خلک ښکاري د مړو جسدونه لېږدوي. ځينې د محمد قریقع نوم يادوي. يو تن چې د خبريال واسکټ يې اغوستی وايي، یو جسد د انس الشريف دی.

تېره مياشت الجزيرې، ملګرو ملتونو او د خبريالانو د خونديتوب کمېټې (سي پي جې) بيانونه خپاره کړي وو چې په کې د الشريف د خونديتوب غوښتنه يې کړې وه.

د اسرائيلو د دفاع وزارت په بيان کې ادعا شوې چې الشريف د خبريال په توګه ځان څرګنداوه چې د "اسرائيلو ملکي وګړو او پوځي ځواکونو پر وړاندې د راکټي بريدونو مسئول و."

د اسرائيلو پوځ وايي، له حماس سره د هغه د پوځي تړاو په اړه يې مخکې معلومات خپاره کړي دي.

په بيان کې راغلي چې "د کره معلوماتو، هوايي څارنې او نورو استخباراتي معلوماتو په مټ يې له بريد وړاندې ملکي وګړو ته د زيان نه اوښتو لپاره ګامونه اوچت کړي وو."

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې (سي پي جې) په وينا د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهيسې په غزه کې ۱۸۶ خبريالان وژل شوي دي.

د خبریالانو لپاره مرګونې موده

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه (CPJ) وايي، د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې پر غزه د اسرائیلو د پوځي برید له پیل راهیسې د ۱۸۶ خبریالانو وژل تایید شوي دي.

دغه ادارې ویلي، دا له ۱۹۹۲ کال راهیسې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ موده وه. د خبریالانو د خوندیتوب ادارې په خپل بیان کې ویلی "په غزه کې خبریالان د جګړې د پوښښ لپاره له سختو، ډېر وخت وژونکو خطرونو سره مخ دي، د اسرائیلو بې رحمه هوایي بریدونو په ګډون، د سیمې ډیرو زیربناوو ویجاړول، د غزې د ۹۰٪ وګړو جبري بې ځایه کېدل، ذهني ټکان او پراخه لوږه لیدل شوي"

تېره میاشت، بي بي سي او درې نورو نړیوالو خبري اژانسونو - رویټرز، اې پي او اې ايف پي - په ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې په غزه کې د خبریالانو لپاره "نا هیلي او اندیښنه" څرګنده کړه، چې دوی وايي په زیاتیدونکي توګه نشي کولی ځان او خپلې کورنۍ ته خواړه تیار کړي.

درې ازاد خبریالان چې بي بي سي د خپل پوښښ لپاره تکیه کوي وویل چې دوی ډیری وختونه پرته له خوړو ورځې تیروي، او یو یې د عکاسۍ پرمهال بې حاله شوی هم و.

له ۱۰۰ زیاتو نړیوالو مرستندویه سازمانونو او د بشري حقونو ډلو په غزه کې د ټولییزې لوږې خبرداری ورکړی دی. اسرائیل، چې غزې ته د مرستو پر رسولو کنټرول لري، خیریه موسسې د "حماس لپاره پر پروپاګند" تورنې کړې دي.