د خیبر پښتونخوا په دوو سیمو کې وسله والو پر پولیسو بریدونه کړي

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images
- Author, عزیز الله خان
- دنده, بي بي سي-پېښور
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د خيبر پښتونخوا د کوز دير په غرنۍ سيمه کې د وسلوالو کسانو په بريد کې درې پوليس سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. پوليس وايي، په سيمه کې د سختدريځو پر ضد چاڼیز عمليات روان دي.
د کوز دير پوليسو د معلوماتو له مخې، دا بريد د حيدر ټاپ په سيمه کې هغه مهال وشو چې د پوليسو يوه ډلګۍ د لټون او هدفي عملياتو لپاره روانه وه. د پوليسو په اعلاميه کې ويل شوي چې وسلوالو پر پوليسو ډزې وکړې، چې له امله يې درې سرتېري ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.
يو پوليس افسر بي بي سي ته وویل، بريد په داسې ځای کې شوی چې د سړک د بيا رغونې چارې پکې روانې وې. د هغه په وينا، وسلوال له وړاندې په کمين کې ناست وو او د ډزو تر څنګ يې لاسي بمونه هم کارولي دي.
د ځايي پوليسو د مشر (ډي پي او) طلال احمد شاه له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې پوليسو د بريدګرو پر وړاندې کلک مقاومت وکړ او هغوی ته يې هم مرګژوبله واړوله. د اعلاميې له مخې، ډي پي او هم په سيمه کې حاضر و او د عملياتو څارنه يې کوله.
پوليس وايي، په دې عملياتو کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) او ايليټ ځواک سرتېرو هم برخه لرله. د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې کېږي.
د خيبر پښتونخوا والي یا ګورنر فيصل کريم کنډي د پېښې له امله د پوليسو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او د هغوی قرباني يې ستايلې ده. نوموړي د وژل شويو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپيانو د ژر روغتيا دعا يې هم کړې ده.
بل لور ته، د بنو سیمې پوليس وايي، وسلوالو کسانو پر مريان تاڼې د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسيله بريد کړی، چې له امله يې زوروره چاودنه شوې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي، په دې چاودنه کې نه يوازې د پوليسو تاڼه، بلکې نږدې دوکانونه او کورونه هم زيانمن شوي دي. د روغتون د سرچينو په وينا، له چاودنې وروسته څلور ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې دواړو بريدونو مسووليت نه دی منلی.





















