د بلوڅ مشرانو نیول کېدو پر ضد احتجاجیان وايي، پاکستاني امنیتي ځواکونو محاصره کړي دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د بلوچستان نیشنل ګوند (بي این پي) استازي وايي، پاکستاني ځواکونو په مستونګ سیمه کې د هغه لاریون غړي محاصره کړي، چې د بلوڅانو همغږۍ کمېټې ښځینه مشرانو نیول کېدو پر ضد احتجاج کوي.

دغه احتجاج په لومړي سر کې د پرلت په بڼه و او له پلان سره سم یې نن له مستونګ سیمې د بلوچستان مرکز کوټې پر لورلاریون په پام کې درلود.

د بي این پي مسوولینو په خبره پاکستاني امنیتي ځواکونو په لکپاس سیمه کې لاریونوال محاصره کړي دي. بل لور پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان کې د امنیتي قانون ۱۴۴ مې مادې له مخې د لاریون ګډونوالو ته د کوټې پر لور د لاریون اجازه نه ورکوي.

بلوچستان نېشنل ګوند بیا د لاریونیانو محاصره کولو پر ضد د بلوچستان ټولو لویو لارو بندولو غوښتنه کړې. بي این پي د بلوڅانو همغږۍ کمېټې مشرانو ډاکتر ماه رنګ بلوڅ، بیبو بلوڅ او نورو ښځینه مشرانو نیول کېدو پر ضد د بلوچستان له اوډ سیمې تر مرکز کوټې پورې د احتجاجي لاریون اعلان کړی و.

بي این پي مسوولینو تېره شپه وویل، د دې مشرانو خوشي کېدو په لړ کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی، ځکه د لاریون ګډونوال پر یکشنبه له لکپاس سیمې تر کوټې پورې لاریون کوي.

د بي این پي ګوند یوه مشر اختر حسین لانګو د ټیلیفون له لارې بي بي سي ته وویل، امنیتي ځواکونه د لاریونوالو ګردچاپېره تاو شوي دي.

دی وايي، تېره شپه د لکپاس سیمې او مستونګ ښار تر منځ ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او داسې ښکاري چې حکومت به لاریونوالو ته د کوټې پر لور د تلو اجازه ور نه کړي.

د بلوچستان نیشنل ګوند یوه مرستیال مشر ساجد ترین وايي، د ګڼ شمېر امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کولو تر څنګ ځايي چارواکو څو ځایه د لویې لارې په اوږدو کې خنډونه هم جوړ کړي دي.

نوموړی زیاتوي، د دوی د ګوند سوله ییزو لاریونیانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې کوټې ته لاړ شي، ځکه یې په ټول بلوچستان کې د لویو لارو بندولو غږ کړی.

بلوچستان نیشنل ګوند څه غواړي؟

د مارچ له ۲۸ نېټې راهیسې درې حکومتي پلاوي له احتجاج کوونکو سره د مذاکراتو لپاره تللي او په بلوچستان کې د واکمن ګوند اړوند د پارلمان مرستیاله غزاله ګله او پوهنې ایالتي وزیره راحیله درانۍ هم تېره ورځ د بي این پي مشر سردار اختر مینګل سره د خبرو لپاره لکپاس ته تللې وې.

سردار اختر مینګل د احتجاج کوونکو په استازیتوب له حکومته غوښتي چې د بلوڅانو همغږۍ کمېټې نیول شوې ښځینه مشرانې باید خوشې کړي او په وینا یې دوی به پرلت او لاریون ختم کړي. نوموړی وايي، که داسې نه کېږي، دوی ته باید د کوټې پر لور د تګ اجازه ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي که داسې هم نه کېږي، نو دوی دې ټول ونیول شي.