مشهوره عراقۍ ټېک ټاکره ام فهد په بغداد کې په ډزو وژل شوې

    • Author, کیتراین ارمسټرونګ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

پر خواله رسنیو مشهوره عراقۍ ام فهد بغداد کې د خپل کور تر څنګ په ډزو وژل شوې ده. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي پېښه د پلازمېنې ختیځه سیمه کې د جمعې پر ورځ رامنځته شوې.

د عراق کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې تائید کړې، چې ''پر خواله رسنیو مشهوره ښځه د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوې ده.'' په اعلامیه کې زیاته شوې، چې یوه کاري ډله په همدې موخه ګومارل شوې، چې د هغې د مړینې عوامل معلوم کړي.

ویل کېږي، ام فهد چې اصلي نوم یې غفران دی، د یوه وسله وال موټر سایکل سپاره کس لخوا په داسې حال کې په ډزو ویشتل شوې، چې په خپل موټر کې ناسته وه. د عراق یوې امنیتي سرچینې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، داسې ښکاري چې بریدګر داسې تظاهر کاوه، چې ګواکې خواړه یې هلته راوړي دي.

د امریکا ملکیت الحره خبري اژانس په رپوټ کې بیا ویل شوي، چې یوه بله ښځه په دې برید کې ټپي شوې ده.

ام فهد پر ټېک ټاک خواله رسنۍ له کبله ډېره مشهوره وه، چې په تنګو کالیو کې د نڅا ویډیويي کلیپونه به یې خپرول او لسګونه زره فالورز یې درلودل. نوموړې پروسږ کال یوې محکمې د داسې ویډیويي کلیپونو خپرولو له کبله په شپږ میاشتې زندان سزا محکومه کړې وه، چې د محکمې په وینا ''نامناسب او له ولسي اخلاقیاتو سره په ټکر کې کالي'' یې پکې اغوستي وو.

له هغه وروسته حکومت یوه کمېټه جوړه کړه، چې خواله رسنۍ وڅاري او هغو کسانو ته سزا ورکړي، چې د دې رسنیو له لارې داسې څه خپروي چې مناسب نه بلل کېږي.

د یورو-مدیترانین بشري حقونو څار ادارې هغه مهال ویلي و: ''عراقي چارواکو ګڼ شمېر کسان له داسې مبهمو تورونو سره توقیف کړي یا یې سزا ورکړې، چې د بنسټیزو حقونو له مخې نه توجیه کېږي او دا د اندېښنې وړ خبره ده.''

په دا نژدې وروستیو کې بیا د ام فهد او د دې د یوې بلې هېوادوالې دالیا نعیم تر منځ ناندرۍ خورا زیاتې شوې وې.

د رپوټونو له مخې اغلې ندیم چې د زیاتو پلاستیکي جراحیو له کبله د (عراقي باربي) په نامه شهرت لري، ګواښ کړی و، چې له عراقي چارواکو سره به د ام فهد له اړیکو پرده پورته کړي.