په بريتانيا کې ورک شوي اثار څنګه د لاهور په کباړي هټۍ کې وموندل شول؟

د خپرېدو وخت

"له نن نه پوره دوه کاله وړاندې، زه د کباړ یوې هټۍ ته لاړم، هلته مې درې د سکېچ کتابونه وموندل چې له زړه راښکونکو هنري کارونو ډک وو. یوازې مې په ۲۰۰ روپیو واخیستل. د کور په لور چې روان وم، په حیرانتیا مې له ځان سره وویل، ولې به څوک دومره ښه کار وغورځوي. د دې درېیو کتابونو په پوښ کې ورته نوم ګریس هارټ لیکل شوی و."

دا خبره د لاهور د فېشن چارو یوه عکاس تاج منير کړې. هغه پر خپل انسټاګرام پوسټ کې د یوه بریتانوي زده کونکې په زړه پورې کیسه شریکه کړې وه چې ورک شوي هنري ټوټې یې موندلې او بیا یې بریتانیا ته لېږلې.

تاج منیر زیاته کړې، "ما په اېنسټاګرام کې د هغه نوم ولټاوه او وموند. وروسته مې یو پیغام ورته واستاوه چې ما یې کار ترلاسه کړ، زه لیواله یم چې پوه شم چې ولې مو خپل کړی کار غورځولی."

هغه په خپل بل پوسټ کې بیا لیکلي "ګریس بیا وویل، دا د هغې د کار یوه بېلګه ده او نه پوهېږي چې څنګه په بریتانیا کې ترې ورک شوي."

تاج منير ليکي، موږ دواړه نه پوهېدو چې څنګه لاهور ته ورسېدو. وروسته ګریس خپل ادرس راسره شریک کړ او ما هم بېرته هغې ته واستاوه.

هغه د پیښې په اړه لیکي: "دا عجیبه ده چې موږ څنګه د یو چا د کیسې برخه شو او هنر مو په بېلابېلو لارو سره نښلوي."

"هغه کتابونه زما د کار ثبوت وو"

په بریتانیا کې د فېشن زده کونکې حیرانه وه، هغه خپل قیمتي کارونه یې چې په خپل هېواد کې له لاسه ورکړي، څنګه پاکستان ته رسېدلي دي.

شل کلنې ګریس هارټ وېره درلوده، وبه نه شي کولای پوهنتون ته لار ومومي، ځکه د هغې کار بېلګې یې له موره ورکې شوې وې.

بیا ګریس هارټ ته معلومه شوه چې د هغې هنري کار څلور زره میله لېرې د لاهور په یوه دوکان کې پلورل شوی دی. خو قسمت یې په عجیب ډول بدل شو او د ښار عکاس هغه په انسټاګرام کې وموندله.

دا ټول هغه وخت پېښ شول، کله چې ګریس هارټ د مانچسټر میټروپولټن پوهنتون کې د فېشن مطالعې لپاره غوښتنلیک لپاره خپلې هنري بېلګې چمتو کړې وې.

خو خبر دا وه چې د هغې هنري اثار له هغو شیانو سره ګډ شوي وو، چې د هغه کورنۍ یوه خیریه هټۍ ته لېږل.

په سر کې ګریس فکر کاوه چې ښايي د تاج میر له خوا اړیکه ورسره غولونکې وې، خو له خبرو کولو او څو میاشتو انتظار وروسته، د ګریس هنري اثار هغې ته ورستانه کړای شول.

هغه وايي: "زه تل په خپل هنر ډېره ویاړم، کله چې راڅخه ورک شوي وو، ډېره خپه وم."

مور يې له منير مننه کړې او وايي: "موږ هر ځای پلټنه کوله او ډېره اندېښمنه وم."

هغه له خلکو غواړي مخکې له دې چې توکي وغورځوي یا یې خیریه ټولنو ته ورکړي باید ویې ګوري، چې مهم څه په کې نه وي.