پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني حکومت نوي ګامونه

تورخم
د خپرېدو وخت

پاکستاني چارواکي وايي پر ډیورنډه کرښه یې افغانستان ته په ورغلو پنځو مهمو لارو د خلکو د تګ راتګ او ټرانزیټ لپاره اسانۍ راوستي.

پاکستاني چارواکو نه دي ویلي چې دغه اسانۍ به د خلکو په اوښتو راوښتو کې کوم ډول اغېز ولري خو وايي تر پخوا به چارې ښې شي.

داسې به لږې ورځې وي چې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان سوېل سپین بولدک کې د وېش پر دروازه، او په ختیځ کې د تورخم پر لاره ګڼه ګوڼه، انتظار او د تلونکو خلکو فریاد نه وي.

ان کله ناکله خو د خلکو له کړاو او شکایته پر کرښه د دواړو غاړو ولاړ پوله ساتي یو پر بل د ټوپک خولې وربرابروي او بیا ورځې ورځې دغه ګڼ وګړې لارې بندې او لسګونه زره خلک ایسار پاتې وي.

وروستۍ پېښه په سپین بولدک کې د افغانانو کړولو سره د یوه ناپېژانده وسله وال له لوري د یوه پاکستاني مامور وژنه او د دوه نورو ټپي کېدو و چې وروسته یوه سړي په ویډیو کې ادعا وکړه"دافغان کډوالو د کړونې په غچ " کې یې دغه برید کړی.

طالبانو او پاکستاني چارواکو له دغه بریده وروسته په یوه ناسته کې پرېکړه کړې وه چې پر کرښه د کړاو کمولو لپاره باید په یوه میکانېزم کار وشي.

دا اوس پاکستاني چارواکو د اسوشیتد پرېس خبري اژنس ته ویلي، نه یوازې سپین بولدک او تورخم کې ورسره یې پر درې نورو لارو، غلام خان کنډو، کارلاچي او انګور اډه کې یې د پوله ساتي ماموریت چارې غښتلي کړي او خلکو ته یې د اسانیو راوستلو کې نوي ګامونه پورته کړي.

تورخم

دغو نویو ګامونو کې له سلو د ډیرو نویو خونو جوړېده او کاري ځواک زیاتېده یاد شوي.

له دغه شمېرې یوازې ۷۹ خونې د وګړو د اسنادو او پلټنو لپاره د تورخم په وره کې اېښودل کېږي.

دې خونو کې به د ناروغانو او بېړنیو سفرونو لپاره بېل ماموریت وي، ورسره به شرایطو ته په کتو ځینو افغانانو ته له اسنادو پرته د تګ راتګ اجازه هم ورکول کېږي.

د پاکستان یوه امنیتي سرچینه وايي ډیورنډ کرښه یوه داسې لاره ده چې نړۍ کې به بل یو هېواد هم د دومره وګړو د تګ راتګ بېلګه ونه لري.

پاکستاني چارواکي وايي له ټرانزېټ او سوداګرۍ سره په خوا کې  پر دغو پنځوګونو لارو شاوخوا ۳۸۵ زره کسان په میاشتني ډول تګ راتګ کوي.