پوتین او مودي په چین کې د ټرمپ د سوداګریزې جګړې تر سیوري لاندې غونډه کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه نن (یکشنبه) د چین په شمالي بندري ښار تیانجین کې د نړۍ ۲۰ مشرانو په ګډون پیلېږي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان د دې دوې ورځنۍ سرمشریزې د ګډونوالو په ډله کې شامل دي.

د راپورونو له مخې ولسمشر پزشکیان د دې سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر شي ژین پینګ او ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي. دا په تېرو ۷ کلونو کې چین ته د لومړي وزیر مودي لومړنی سفر دی.

شي ژین پینګ او نریندرا مودي د یکشنبې پر ورځ د سرمشریزې په څنډه کې سره ولیدل او ویې ویل چې له کلونو کړکېچ وروسته د دوی ترمنځ باور زیات شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې، ښاغلي مودي وویل هند د "متقابل باور، درناوي او حساسیت" پر بنسټ د اړیکو پرمختګ ته ژمن دی.

ښاغلي شي وویل چین او هند سیالان نه دي، بلکې ملګري دي، نه سیالان. ولسمشر شي ژین پینګ وویل چې نړۍ بدلېږي او نړیوال وضعیت په ګډوډۍ کې دی.

هغه زیاته کړه، چین او هند نه یوازې "په ختیځ کې دوه لرغوني مدنیتونه" دي، بلکې "په نړۍ کې دوه تر ټولو ډېر نفوس لرونکي هېوادونه او د نړیوال سویل برخه دي." د چین ولسمشر وویل، د دواړو هېوادونو لپاره اړینه ده چې ښه ملګري وي او ښې اړیکې ولري، 'داسې ملګري چې یو بل بریالي کوي، لکه ډریګن او فیل چې یوځای نڅا کوي.'

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل چې د دوه اعشاریه اته میلیاردو خلکو هوساینه د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پورې اړه لري. نریندرا مودي وویل هند هوډ لري چې له چین سره خپلې اړیکې مخ پر وړاندې بوځي.

دا دوه ګڼ نفوس لرونکي هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې یو بل سره سیالي کوي، په ټوله سویلي اسیا کې د نفوذ لپاره سیالي کوي او په ۲۰۲۰ کال کې په یوه خونړۍ سرحدي نښته کې سره ښکېل شوي وو.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له شاوخوا یو کال راهیسې ښه شوي دي، او نریندرا مودي په پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په روسیه کې له شي ژین پینګ سره ولیدل.

دا سرمشریزه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اوکرایین کې د روانې جګړې له امله پر هندي توکو درنې تعرفې لګولي او پر روسیې یې د بندیزونو ګواښ کړی دی. دا تعرفې، چې اوس ۵۰ سلنه دي، موخه یې هند ته له روسیې څخه د تېلو اخیستلو د دوام له امله سزا ورکول بلل کېږي.

شانګهای همکارۍ سازمان لس رسمي غړي لري، چې ایران، پاکستان او بېلاروس هم پکې شامل دي.

افغانستان او منګولیا دوه څارونکي غړي دي، او ۱۶ هېوادونه، چې ترکیه، اذربایجان، مصر، قطر او متحده عربي امارات هم پکې شامل دي، په دې سازمان کې "د بحثونو او خبرو ملګري" بلل کېږي.