يونيسف: نړۍ کې کابو ۳۳۳ ميليونه ماشومان ډېرې بېوزلۍ کې ژوند کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاينده څرګند
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ، یونیسف، وايي په نړۍ کې کابو ۳۳۳ میلیون ماشومان له حده زیاتې بېوزلۍ کې ژوند کوي. خو بیا هم د لس کاله پخوا پرتله په کې کمی راغلی دی.
ملګرو ملتونو ځان ته داسې موخه ټاکلې وه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشومانو له حده زیاته بېوزلي له مینځه یوسي، خو د کورونا وبا او نورو ستونزو له امله له خپلې موخې وروسته پاتې شوي.
یونیسف وايي اوس په نړیواله کچه په هرو شپږو ماشومانو کې یو یې له حده زیاتې بې وزلۍ څخه کړېږي.
د یونیسف او نړیوال بانک له خوا ترسره شوې څېړنه چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۲ کال ترمنځ مودې باندې ترسره شوې ښيي چې ۳۳۳ میلیون ماشومان د ورځې دوه امریکايي ډالره او ۱۵ سینټو نه کمو پیسو سره ژوند تېروي.
سره له دې چې په دغو کابو لسو کلونو کې یې شمېر له ۳۸۳ میلیونو څخه ۳۳۳ میلیونو ته چې ۱۳ سلنه کېږي راښکته شوی، خو بیا هم تر ټاکلې موخې ۳۰ میلیونه وروسته پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ وایي د کورونا وبا د اقتصادي ضربې له کبله دغې موخې ته نه دي رسېدلي.
د بېوزلۍ د نړیوالې ارزونې له مخې دوه اعشاریه ۱۵ امریکایي ډالره له حده ډېرې بېوزلۍ کې، درې اعشاریه ۵۴ په ټیټ منځني عاید او شپږ اعشاریه ۸۵ په لږ لوړ منځني عاید کې راځي.
یونیسف په داسې حال کې پخپل تازه رپوټ کې دا خبرداری ورکړی چې ټاکل شوې ده د سپټمبر پر اتلسمه پېلېدونکې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ مشران د نورو مسلو ترڅنګ پر پایېدونکو پرمختیايي موخو هم وغږېږي چې دا یې هم یوه برخه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې ګڼ ماشومان په کې تر کچ اوښتي بېوزلۍ کې ژوند کوي. دلته آن د مرستو په رسېدو کې هم خنډونه شته.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یونیسف په دغه هېواد کې دوامداره فعالیت کوي چې همدا څلور میاشتې وړاندې یې هم په یوه رپوټ کې اندېښنه څرګنده کړې وه.
یونیسف ویلي وو چې په افغانستان کې هره اوونۍ تر زرو ډېر له پنځه کلونو کم عمره ماشومان پر هغو ناروغیو مري چې مخنیوی یې کېدی شي او د دوی په وینا وضعیت له دې کبله مخ په خرابېدو دی چې د مرستندویه ادارو لږې مرستې هم د بندېدو یا بېخي کمېدو له ګواښ سره مخامخ دي ځکه طالبان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي.
ملګرو ملتونو ځان ته داسې موخه ټاکلې وه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشومانو له حده زیاته بېوزلي له مینځه یوسي، خو د کورونا وبا او نورو ستونزو له امله له خپلې موخې وروسته پاتې شوي.
د یونیسف مشره کاترېن راسسل وايي، "اووه کاله وړاندې نړۍ ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ماشومانو له حده زیاته بېوزلي ختمه کړي. موږ پرمختګ کړی خو د کورونا ناروغۍ، کړکېچ، اقلیمي بدلون او اقتصادي ځوړ له امله زموږ پرمختګ ټکنی شو او میلیونونه ماشومان تر کچ اوښتې بې وزلۍ کې پاتې شول. "
آغلې راسسل ټینګار کړی چې باید په دې برخه کې همکاري ډېره شي.
د یونیسف په وینا د نړۍ تر ټولو ډېر اغېزمن شوي ماشومان چې ۴۰ سلنه جوړوي په افریقايي هېوادونو کې دي.
د بېوزلۍ په برخه کې د نړیوال بانک عمومي مشر لوېس فېلېپ لوپز کالفا وایي، چې نور باید وخت ضایع نه شي او ماشومانو ته امنیت، خوندیتوب، روغتیا او د زدکړو زمینه برابره شي.
ښاغلي لوپز کالفا زیاته کړې، "داسې یوه نړۍ چې په کې ۳۳۳ میلیون ماشومان له حده زیاتې بې وزلۍ کې ژوند کوي، نه یوازې له لومړنیو اړتیاو بې برخې وي بلکې وقار او فرصتونه هم ترې اخیستل شوي وي، د زغملو نه دی. "





















