تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکراییني چارواکي وايي د روسيې د توپخانې په ډزو کې ۳ زاړه کسان وژل شوي
اوکراییني چارواکي وایي د دغه هېواد په ختیځ کې لیمان ښار ته نږدې د روسیې د توپخانې په ډزو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دوی ویلي، چې په دغو بریدونو کې دوه کلي په نښه شوي دي.
ځايي چارواکي وايي په وژل شویو کې دوه ښځې او یو سړی چې عمرونه یې د ۶۳ او ۸۸ کلونو ترمنځ وو.
هغه سیمه چې دغو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې پرته ده او دا ډول بریدونه پرې ډېر کېږي.
د اوکرایین د ډونېڅګ سیمې مشر پاولو کیریلینکو پر ټېلېګرام لیکلي چې د روسي توپخانې ډوز دغه مرګژوبله په تورڅکې کلي کې اړولې ده.
هغه ویلي "درې کسان وژل شوي، یو ټپي دی."
دغه برید په ځايي وخت د سې شنبې نږدې اووه بجې شوی دی. تر دې شاوخوا نیم ساعت وروسته زاکیتنې کلی هم تر برید لاندې راغلی.
د ډونېڅک سیمې څارنوالۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغلته یو ۲۶ کلن سړی ټپي شوی دی.
له دې سره هممهاله د روسیې لخوا د اوکرایین د نیول شوې کریمیا ټاپو وزمې له سېواستوپول بندري ښاره هم د چاودنو خبر ور کړ شوی دی.
خو د روسیې لخوا دې ټاپو وزمې ته ګومارل شوي والي ویلي، چې ډزې او غږونه د دوی د سمندري ځواکونو د تمریناتو وو.
پر دې سربېره د اوکرایین د شمال ختیځ په سومي سیمه کې هم د هاوانونو او دوو ډرون الوتکو په بریدونو کې د څلور کسانو د ټپي کېدو ویل شوي دي.
سیمه ییزې پوځې ادارې پر خواله رسنۍ ویلي چې په دغو بریدونو کې په سېرېدیانا-بودا سیمه کې د ملکي استوګنې یوې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.