تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مجاهد: امریکایۍ 'سیګار' اداره د طالبانو حکومت خلاف تبلیغات کوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي اداره 'سیګار' د دوی د حکومت خلاف پروپاګند او تبلیغات کوي.
ښاغلي مجاهد یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي دغه اداره چې "په افغانستان کې د امریکايي مصارفاتو د کنټرول، محاسبې او څېړلو لپاره رامنځته شوې وه" اوس "په اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] پسې د پروپاګند کولو دنده په غاړه اخیستې ده."
د یادونې ده چې سیګار وړمه ورځ پر خپل ټویټر د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ میاشتې د رپوټ یوه برخه خپره کړې چې پکې راغلي 'افغانستان مرکزي او سویلي اسیا ته د ترهګریزو ګواښونو بنسټیزه سرچینه پاتې ده" دا چې ګوندې د القاعده، ټيټيپي او داعش په ګډون بېلابېلو ترهګرو ډلو د طالبانو لخوا د یوې کارنده امنیتي ستراتېژۍ د نشتوالي له کبله دغه هېواد کې د تګ راتګ ډېره ازادي موندلې ده.
سیګار یکشنبه په یوه بل ټویټ کې د اپریل میاشتې خپل رپوټ له مخې دا هم ویلي چې د "داعش خراسان څانګې افغانستان کې د طالبانو او مذهبي لږکیو پر ضد خپل کمپاین ته دوام ورکړی او د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې تر ټولو د جدي ګواښ په توګه پاتې ده."
د سیګار اټکل دا دی چې دغه ډله په افغانستان کې د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ جنګیالي لري.
خو ښاغلي مجاهد خپله اعلامیه کې ویلي "موږ د سیګار دغه ډول پروپاګند په کلکه ردوو" د طالبانو حکومت "پر وضعیت باندې بشپړ کنترول لري او اجازه به ورنه کړي چې هېڅ کومه ډله یا جهت افغانستان بي امنه کړي او یا د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي."
هغه ټینګار کړی چې "هېڅ بهرنۍ مسلح ډله په افغانستان کې فعاله نه ده" او دا چې د نوموړي په وینا "د داعش په نامه استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د نابودۍ په سرحد ولاړه ده".
د طالبانو ویاند همدا راز افغانستان کې د داخلي وسله والو ګواښونو شته والی هم رد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېلابېلو خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی.
په دغو بریدونو کې د طالبانو حکومت یو شمېر مهم چارواکي او ملاتړي هم وژل شوي دي.
دې ډالې په دې وروستیو کې پر خپله النبآ مجله کې د 'سرونو وهلو' سرلیک سره یوه خپاره کړي اینفوګرافیک کې د طالبانو د هغو ۶ چارواکو نوملړ خپور کړی چې د دوی بریدونو کې وژل شوي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمېټې هم څه موده وړاندې افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له القاعده شبکې او د پاکستاني طالبانو تحریک "ټيټيپي" سره د پیاوړو اړیکو د پاللو او دوام خبره کړې وه.
دې کمېټې ویلي و چې ځینې ترهګرې ډلې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مانورو ډېره خپلواکي لري، له دې ازادۍ ښه ګټه پورته کوي او دا چې ګوندې په افغانستان او سیمې دواړو کې د ترهګرۍ ګواښ مخ په زیاتېدو دی.
خو د طالبانو حکومت ویاند د امنیت شورا دغه رپوټ "یو اړخیز، غیر متوازن او له واقعیته لېرې" بللی و.
ذبیح الله مجاهد په خپله اعلامیه کې تازه یو ځل بیا یادونه کړې چې "افغانستان د هېچا لپاره تهدید نه دی" او دا چې حکومت یې د امریکا په ګډون له نړیوالو سره ښې او رغند اړیکې غواړي.