حقاني د روسیې له سفیر سره لیدنه کې د خپلمنځي امنیتي اړیکو پر پیاوړتیا ټینکار کړی

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

د خپرېدو وخت

افغانستان لپاره د روسیې فېدراتیف سفیر دیمتري‌ ژېرنوف کابل کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي‌ چې "ښاغلي حقاني دې ليدنه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا ټینګار وکړ."

هغه زیاته کړې چې "دواړو لورو افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت هم خبرې وکړې".

‌روسیه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوی له حکومت سره نسبتآ ښه اړیکي پالي، خو وخت ناوخته د افغانستان له اړخه امنیتي اندېښنې هم شریکوي.

د دغه هېواد د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف همدا تېره میاشت د قیرغزستان پلازمېنه بشکیک کې د افغانستان د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو د جګپوړو امنیتي چارواکو په یوه ناسته کې ویلي و، افغانستان د لوېدیځ د جیو پولیټیکو پلانونو یا توطیو له مخې د شلو اورپکو ډلو پر مرکز اوښتی او دا چې ګواکې اوسمهال په دغه هېواد کې " ۲۳ زره" وسله وال فعالیت لري.

هغه زیاته کړې وه‌ "لوېدیځ او امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال هلته پرېمانه وسلې پرېښودې چې ورسره دغه هېواد د یوه عیار شوي بم په توګه پاتې شوی."

مسکو همدا راز په وار وار افغانستان کې د داعش د ودې په اړه هم اندېښنې ښودلې.

خو طالبان دا نه مني چې داعش یا کومه بله ډله دې په افغانستان کې حضور او وسله وال ولري.

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

روسیه هم د چین، ایران، پاکستان او د سیمې او نړۍ د ځينو نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره سیاسي تعامل لري، خو د دوی حکومت یې لا عملآ په رسمیت نه دی پېژندلی.

مسکو، چې واک ته د طالبانو له راګرځېدو مخکې یې وخت ناوخت د دوی د استازو په ګډون افغانستان کې د سولې او پخلاینې په تړاو د ناستو کوربتوب کاوه، اوس له طالبانو غواړي چې حکومت ټولګډونه کړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف مخکې ویلي و، که طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي، مسکو یې په رسمیت پېژني.

د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم ويلي، که طالبان د بشري حقونو او په حکومت کې د ټولو قامونو ګډون ته لاره هواره کړي، نو روسيه چمتو ده چې د مشروعيت په ترلاسه کولو کې یې ملاتړ وکړي.

خو طالب چارواکي بیا وايي اوسنی حکومت یې په دې "همه شموله" دی چې د دوی په وینا د ټولو قومونو او ولایتونو اشخاص پکې دي.

طالبان همدا راز له بهره د دوی د حکومت او حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ګڼي‌.