تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونسیف: افغانستان کې ښوونځیو ۳۳۰ زره نورې نجونې له ورتګ منع کړې
- Author, عالیه فرزان او مېګا موهن
- دنده, بيبيسی نړیوال سرویس، درس خپرونه
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پوهنې وزارت اعلان کړی چې سبا چارشنبه په ټولو سړو سیمو او ولایتونو کې نوی (۱۴۰۳) ښوونیز کال پیلوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق 'یونسېف' بيبيسي ته ویلي چې سږ کال به په افغانستان کې له ۳۳۰ زرو ډېرې نورې نجوني هم ثانوي زدکړو لپاره ښوونځیو ته له تللو بې برخې شي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې د واک واګو له ترلاسه کولو راوروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تللو منع کړې دي.
۱۳ کلنه زینب هم د هغو نجونو له ډلې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال له پیل وروسته نور ښوونځي ته نشي تلی.
له تېرو څو میاشتو راهیسې د زینب هګۍ نه خوښېږي. غوړو کې د پخو شویو هګیو بوی او شیدې ورته تېر کال وریادوي چې لا ښوونځي ته تلای شوه.
دا به سهار وختي راپاڅېده، له لمانځه وروسته به یې له کشرې خور او مشر ورور سره ښوونځي ته د تګ تابیا نیوله.
هغوی به سږکال بیا ښوونځي ته ځي، خو دا نشي تللی. نو د املېټ بوی هغه څه وریادوي چې اوس ترې بې برخې ده.
زینب له وړاندې پوهېده چې نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته د تللو اجازه نه لري، خو بیا هم یو څه هیله منه وه چې دا پرېکړه به بدله شي.
هغه له زدکړې سره مینه لري، په ساینس او هنر کې د مهارت ترڅنګ په ټولو مضامینو کې لایقه ده.
پلار یې په ویاړ سره وايي "ټولګي کې تر ټولو مخکې وه."
هغې که هره څانګه او مسلک غوښتی پرمختګ یې پکې کولی شو. خو تېره لیندۍ/قوس میاشت کې چې یې کله د لومړني ښوونځي وروستۍ ازموینې وې، سرښوونکی د ازموینو تالار ته دننه شو او د شپږم ټولګي نجونو ته یې وویل چې دوی سر له نوي کاله نور ښوونځي ته نشي ورتللی.
پلار یې 'شهیر' وايي "هغه ډېره خپه وه... د خپګان لیدل یې سخت وو. زه مې لوڼو ته هېڅ نشم کولی او د یوه پلار په توګه ځان ګناهکار احساسوم."
دی هڅه کوي چې خپله کورنۍ له افغانستان وباسي، خو تر اوسه نه دی بریالی شوی.
زینب د ویډیويي خبرو پر مهال له څه شېبې چپتیا وروسته په ارام غږ وايي "داسې احساسوم چې خپلې هیلې مې په یوه تیاره غار کې ښخې کړي دي."
پلار یې له موږ غواړي چې که د فکر راغونډولو لپاره څو شېبې وخت ورکړو. ټولې کورنۍ ته په دې اړه خبرې کول اسانه نه دي.
اوس د زینب په څېر نجونو ته د زدکړو د دوام یوازنۍ لار دا ور پاتې ده چې د دیني زدکړو دولتي مرکزونو یا مدرسو ته ولاړې شي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزیتا اوتنبایوا ډسمبر کې امنیت شورا ته وویل، د دې په مالومولو نه ده توانېدلې چې ایا په دغو مدرسو کې د ریاضي او انګلیسي په څېر عصري مضامین هم تدریسېږي که څنګه.
د زینب پلار پر دې باور دی چې مدرسه یې لور ته جامع زدکړې نشي برابرولی.
نوموړی وايي "دا د ښوونځي بدیل نه دی. دوی ورته یوازې دیني مضامین تدریسوي. ما ته اړینه نه ښکاري چې مدرسې ته یې واستوم."
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې چې کابل ته ننوتل، په واک کې دي. د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه تر دې لنډه موده وروسته په بشپړ ډول ووتل. طالبانو کابل کې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال ترمنځ د خپلې لومړۍ واکمنۍ په څېر توند لیدلوری نه لري.
دوی ژمنه وکړه چې "ښځو ته به په چوکاټ کې د زدکړو او کار اجازه" ورکوي او دا چې "مېرمنې به په ټولنه کې ډېرې فعاله" وي.
خو ډېر وخت نه و اوښتی چې د ښځو پر حقونو محدودیتونه له سره پیل شول. په څو میاشتو کې دننه دننه نجونې له شپږم ټولګي پورته منځنیو زدکړو او لیسو ته له تګ راوګرځول شوې.
ورپسې پوهنتونونو او کارځایونو ته هم یوازې د سړیو د تګ اجازه راغله.
اوس نجونې او ښځې دا حق هم نه لري چې پارکونو ته ولاړې شي او یا له محرم پرته سفر وکړي.
دا ډېر تیاره تصویر دی.
یونسیف بيبيسي ته ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته پر زدکړو د بندیز له کبله په ټولیز ډول تر ۱ اعشاریه ۴ میلیون ډېرې نجونې اغېزمنې شوې دي.
په دوی کې څه باندې ۳۳۰ زره داسې دي، چې همدا تېر کال یې شپږم ټولګی پای ته رسولی او سږکال به د زدکړو د دوام اجازه ونه لري.
درس
درس افغان ماشومانو لپاره د بيبيسي نړیوال سرویس تعلیمي خپرونه ده او د بيبيسي هغه ښځینه ژورنالیستانې یې وړاندې کوي چې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له راګرځېدو وروسته له کابله وتلې دي.
دا خپرونه د:
- د بيبيسي تلویزیون او راډیو د سپوږمکۍ چینل
- د بيبيسي پښتو او دري د فېسبوک او یوټیوب چینلونو
- بيبيسي فارسي تلویزیون
- د راډيو د اېفاېم، لنډو او منځنیو څپو
له لارې وړاندې کېږي.
ټول د طالبانو دغه امر ته غاړه هم نه ږدي.
د زینب کورنۍ وايي د دوی سیمه کې د ټولنو په نوښت شخصي لارې چارې کتل شوې او زینب دمګرۍ د انګلیسي ژبې ټولګیو ته ځي.
هېڅوک نه پوهېږي چې دا فرصت به تر کله دوام وکړي، خو زېنب دمګړۍ دلته لږترلږه له خپلو ملګرو سره کتی شي.
دا خپله ټوله هڅه کوي چې هغوی خوشاله وساتي او ورته وايي چې روحیه ونه بایلي.
نوموړې بيبيسي ته وویل "زه یې هڅوم چې ځان ته بوختیاوې او ساعتیرۍ پيدا کړي... هنري کارونو ته یې هڅوم."
د زینت رسامي خوښېږي. له هغې وروسته چې سرښوونکي ورته ویلي چې نور ښوونځي ته نشي تللی، همدې هنر ته یې مخه کړې ده.
هغې بيبيسي ته خپله یوه رسامي راستولې چې یوه نجلې پکې د تړل شوي ښوونځي مخ ته ولاړه ده.
زینب دغه انځور ته "افغان نجونو لپاره د تورو ورځو" نوم ورکړی.
نوموړې وايي "له ښوونځي تر راګرځول کېدو وروسته چې مې لومړی شی وکښه، د ښوونځي د تړل شوې دروازې مخې ته یوه ولاړه زدکوونکې وه."
خو نوموړې له تېرو څو میاشتو راهیسې هڅه کوي مثبت فکر وکړي.
هغه اوس د اسمان، لمر، ګل، لوړو ودانیو او یوې خیالي راتلونکې په څېر ښکلي شیان کاږي. نړۍ ته د هغې پيغام دا دی چې په افغانستان کې د دې په څېر نجوني باید هېرې نه شي.
نوموړې وايي "له افغان نجونو سره مرسته وکړئ چې خپل حقونه بېرته ترلاسه کړي... افغان ماشومان ډېر با استعداده دي. موږ یوازې فرصت ته اړتیا لرو."
بيبيسي په دې تړاو د طالبانو غبرګون هم وغوښت، خو ځواب یې لا نه دی ترلاسه کړی.
په دې مطلب کې اصلي نومونه د امنیتي لاملونو له کبله بدل شوي دي.