'۲۰۲۲ کې افغانستان کې ماینونو څه باندې ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې'

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د یوه ماشوم د تصویر له خپرولو سره چې په یو ویجاړ ټولګي کې ولاړ دی او تورې تختې ته ګوري ویلي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې ماینونو، د جګړې پاتې شونو او نورو چاودېدونکو توکو څه باندې اوه سوه ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې ادارې ویلي چې دا په ورځ کې دوه ماشومان کېږي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې په دې څه باندې اوه سوه ماشومانو کې څومره یې وژل شوي او څومره یې ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماینونو او جګړې د پاتې شونو له امله د سلګونو ماشومانو د مرګ ژوبلې خبره داسې مهال کړې چې دا اونۍ یعنې د مې میاشتې له ۲۲ نه تر ۲۵ نېټې پورې د ملکي وګړو د خوندیتوب د اونې په توګه لمانځل کېږي.

د بشري چارو او بېړنیو مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې جویاس مسویا په همدې مناسبت یوه ویډیويي پیغام کې ویلي ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې د جګړې درنه بیه ملکي وګړو پرې کړې.

"دا ما ځوروي چې وایم ۲۰۲۲ د هغو ملکي وګړو لپاره چې په جګړو کې ایسار پاتې دي د نه زغمولو یو بل کال و. په افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، اوکرایین، یمن، او په دې وروستیو کې سوډان کې ملکي وګړي په دوامداره توګه د جګړې له بوږنوونکي کړاو نه ځورېږي. هر کال زرګونه کسان وژل کېږي او ټپیانېږي".

اغلې مسویا زیاته کړې چې په ګڼو هېوادونو کې د جګړو له امله میلیونونه ملکي وګړي له خپلو مینو بې ځایه شوي او د هغو خلکو شمېر هم میلیونونو ته رسېږي چې پاکو اوبو او خوړو ته لاسرسی نه لري.

د هغې په وینا په ۲۰۲۲ کال کې د وسله والو جګړو پرمهال ملکي روغتونه، د خلکو کورونه او نورو بنسټونه په نښه او ویجاړ کړای شوي، د خلکو پر کورونو په داسې وخت کې بمبارۍ شوي چې هغوی ویده وو او د جنسي تاوتریخوالي ګراف هم ډېر لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د دغې چارواکې په وینا د جګړې پاتې شونې ګڼو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي او په ځینو هېوادونو کې ان ماشومان له ښوونځیو ګرځول شوي او په زوره د جګړې په لیکو کې شامل کړای شوي دي.

هغې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د کړکېچونو پر ختمولو ټینګار کړی.

"د ملکي وګړو د خوندي کولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې کړکېچونه پای ته ورسول شي او د نورو کړکېچونو مخنیوي وشي. د دې لپاره باید زموږ هڅې دوام وکړي. خو کله چې کړکېچونه دوام ولري موږ باید اجازه ورنکړو چې ټول خلک ونغاړي ځکه چې د جګړې تر ټولو لوړه بیه ملکي وګړي پرې کوي".

اغلې مسویا د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ کړی چې باید پر نړیوال بشري او د بشري حقونو قانون ته پر درناوي ټینګار وکړي.

د هغې په وینا له هغو خلکو سره باید حساب وشي چې له قوانینو سرغړونه کوي او هغه لارې چارې غوره کړای شي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب ضمانت کوي ځکه چې د ملکي وګړونو د خوندیتوب د اونۍ د لمانځنې موخه همدا ده.

د یادونې ده چې دا اونۍ له ۱۹۹۹ کال راهیسې لمانځل کېږي او په ترڅ کې یې د ملکي وګړو د خوندیتوب په خاطر بېلا بېلې غونډې جوړېږي او لارې چارې غوره کېږي.

اغلې مسویا د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته په خطاب کې ویلي د میلیونو کسانو هیلي ورپورې تړلي ځکه نو پکار ده چې په دې اونۍ کې د هغو خلکو چې کړکېچونه یې تجربه او لېدلي وي نظرونه واورېدل شي او د ملکي وګړو خونديتوب باوري شي.