تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برېښنا شرکت: تېر کال نژدې ۳۳ میلیارده افغانۍ له پېرېدونکو راټولې شوې دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت وايي، په تېر یوه کال کې یې له پېرېدونکو څه د پاسه ۳۳ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.
اوس مهال د افغانستان ۷۸ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردېږي او د همدغو پيسو په بدل کې یې خلکو ته وېشي.
افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۴۰میګاواټه برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ میګاواټه له ترکمنستان، او ۱۰۲ میګاواټه برېښنا له ایرانه واردوي.
د برېښنا ریاست تجارتي مشر مولوي عبدالرحمن رحماني "ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام" کې وویل، لسګونه میلیونه افغانۍ له پخوانیو پورړو هم تر لاسه کړې دي.
"د افغانستان برېښنا شرکت له خپلو پېرودونکو ۳۳ میلیارده او ۱۷۸ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي. له دولتي ادارو څخه مو ۳٫۵ میلیارده افغانۍ راټولې کړي، کابل کې له هغو پېرودونکو چې حاضر نه وو، د برېښنا خپل بېلونه ورکړي، د رئیس الوزرا په همکارۍ یوه ګډ کمېسیون له دغو خلکو نه ۱۱۸ میلیونه افغانۍ راټولې او د برېښنا په اکونټ کې جمع کړي."
عبدالرحمن رحماني وویل، اوسمهال د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د مخابراتو وزارت په همکارۍ د برېښنا عواید په انلاین بڼه راټولېږي، چې مخکې دا چاره په دغو ولایتونو کې ممکنه نه وه.
ښاغلي رحماني زیاته کړه، په ټول هېواد کې له مېټر پرته د برېښنا کنټرول لپاره حشر پیل شو چې په پایله کې یې د برېښنا شرکت د ضایعاتو کچه راټیټه او عواید ور سره لوړ شول.
دی وايي په ټوله کې د دوی دغه ګام د دې لامل شو چې د برېښنا ضایعات د تېر کال له ۳۳٫۱۵ سلنې څخه ۲۶٫۳۷ سلنې ته راټیټ شوي ده.
خو لا هم په ګڼو ولایتونو کې کورنۍ او صنعتي پارکونه برېښنا نه لري.
برېښنا شرکت وايي، په تېر یوه کال کې تر ۴۶ ډېر مېټرونه د برېښنا په سيستم کې ثبت شوي او څه باندې ۷۰ زره مېټره له انالوګ په ډيجيټل بدل شوي دي.
د ښاغلي رحماني په وینا، تر ۴۰۰۰ ډېر مټرونه یې مهر لاک کړي او تر ۸۰ زرو ډېرو نویو مشتریانو ته یې برېښنا رسولې ده، خو نوموړي ونه ویل چې دا نوې برېښنا یې په کومو ځایونو کې ورکړې ده.
په ورته وخت کې، ددغه شرکت ویاند ویلي، برېښنا شرکت په تېر یوه کال کې د کابل، ننګرهار، پروان او بغلانو ولایتونو کې ۱۴۹۶ جرېبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو راګرځولې.
د حکمت الله میوندي په وینا، تېر کال کابل او بلخ ولایتونو کې د برېښنا شرکت اړوند ۴۶ ودانۍ هم له غصبه راګرځول شوې دي.
د طالبانو حکومت څه موده وړاندې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړ چې وخت – ناوخت یې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو خبرونه ورکړي.
د برېښنا شرکت عملیاتي مشر صفي الله احمدزي د حساب ورکولو کنفرانس کې وویل، د ۳٫۵میلیون ډالرو په ارزښت د کجکي ـ کندهار ۱۷۰ کیلو متره مزي د لېږد بهیر د افغاني انجنیرانو په مټ بشپړ شوی دی.