تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايران وايي پر خپلو پولو يې د ناقانونه تګ راتګ د مخنيوي لپاره "دری ميليارده يورو" ځانګړې کړې
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ولسمشر یې له ګاونډیو هېوادو سره پر ګډو پولو د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي په موخه د موانعو د جوړولو لپاره دری میلیارده یورو (۳.۲ ميليارده ډالر) ځانګړې کړې دي.
د دغه هېواد دکورنیو چارو وزارت د امنیت او قانون د تطبیق مرستیال سید مجید میر احمدي همداراز ویلي، چې له افغانستان سره د پولې په ګډون د ټولو هغو لارو بندول یې لومړیتوب دی، چې د انسانانو او وسلو قاچاق پرې کېږي.
ښاغلي احمدي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، د ابراهیم رئیسي د حکومت یو له اغېزناکو او پرېکنده ګامونو د پولو د بندولو پرېکړه او په دې برخه کې بنسټیزه پانګونه ده.
د نوموړي په خبره، هر کال له ۲۰ میلیاردو ډالرو ډېر توکي له دغه هېواده بهر یا له بهره دغه هېواد قاچاق کېږي چې د ده په وینا د نشهيي توکو قاچاق او هغه ناامني چې په ایران کې شته، د پولو په بنسټیزه توګه بندېدو سره حل کېدونکي دي.
ښاغلي احمدي زیاته کړې د ایران ولسمشر ژر تر ژره د پولو د بندولو له پلان سره موافقه وکړه او امر یې وکړ چې په پنځو کلونو کې دې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ته دری میلیارده یورو ورکړل شي او دغه ځواکونه دې ژر تر ژره د پولو د بندولو پروسه پیل کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د لومړیتوبونو پر اساس د انساني قاچاق او وسلو د قاچاق د لارو بندول او له افغانستان سره پر ګډه پوله د اوښتو را اوښتو مخنیوي لپاره د موانعو ایجادول یې لومړیتوب دی.
هغه زیاته کړې، له ګاونډیانو سره یې پر ګډو پولو د موانعو جوړول یو هراړخیز پلان دی چې له مخې به یې پر ګډو پولو ډیوالونه، کټارې او د سرحدي کنټرول له ځیرکو سیستمونو کار واخيستل شي.
افغانستان او ایران له یو بل سره څه باندې ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه د ایران له خوا له افغانستان سره پر ګډه پوله د تګ راتګ مخنیوي د موانعو په اړه څه نه دي ویلي. خو څه موده وړاندې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان ویلي وو چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي پولو تړل د دغه هېواد د مهمو ملي پلانونو څخه یو پلان دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یې هغه مهال په ځواب کې ویلي وو دغسې یو څه باید د دواړو هېوادونو د هوکړې له مخې وشي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه، هغه مهال چې په افغانستان کې جګړه وه، که دغسې یو څه شوي وای، د توجیې وړ و، خو اوس یې اړتیا نه لیدل کېږي.
پاکستان څو کاله وړاندې له افغانستان سره پر پوله د اغزن سیم لګول پیل کړل چې دغه پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې ده.
د افغانستان ځینې ګاونډي او د سیمې هېوادونه نه یوازې د افغان کډوالو له ورتګه اندېښمن دي، بلکې په پرله پسې ډول يې د نشه يي توکو د قاچاق او د افغانستان له اړخه له احتمالي امنيتي ګواښ سره د مخامخ کېدو په اړه هم اندېښنې ښودلې دي.
د پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو لکه تاجکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې، خو د طالبانو حکومت په وار وار ټینګار کړی چې هېڅ ترهګرې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ور کوي او له خاورې یې هېڅ ګاونډي ته ګواښ متوجه نه دی.