د ایران په سراوان کې وسله وال برید؛ ۹ پاکستاني کاریګر وژل شوي ۳ ټپیان دي

د خپرېدو وخت

له پاکستان سره ګډې پولې ته څېرمه د ایران په سویلي لویدیځ کې ناپېژانده وسله والو نهه پاکستانیان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا یو ترهګریز برید بللی او ټينګار یې کړی چې دا وړ بریدونه یې د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې نه شي راګرځولی.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس مهر رپورټ ورکړی چې پرون سهار وختي نهه بهرنیان د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دا برید له پاکستان سره پر پوله د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په سیر کان سیمه کې شوی دی.

سراوان د ایران هغه سرحدي ولسوالۍ ده چې څو ورځې وړاندې پکې پاکستان بریدونه کړي وو.

مهر خبري اژانس د ځايي چارواکو او عیني شاهدانو په حواله ویلي دا تازه وسله وال برید پر یوه کور شوی دی.

د دغه برید مسؤولیت لا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

له پېښې څو ساعته وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې دا یوه وحشتناکه او د کرکې وړ پېښه بللې.

پاکستان دا ټينګار هم کړی چې له ایراني چارواکو یې غوښتي چې پېښې ته دې سملاستي رسیدنه وشي او د دې ناوړه جنایت له عاملانو سره دې حساب کتاب وکړي.

د بیان په یوه بله برخه کې ویل شوي چې زاهدان کې د پاکستان کونسل به له ایراني چارواکو سره کتنه کې دې پېښه کې د لاس لرونکو پر وړاندې په بېړه او د پیاوړي غبرګون غوښتنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي له دې جدي مسلې بشپړ خبر دي او دې برخه کې به ټول اړین ګامونه اخلي.

بیان زیاتوي داسې ډارن بریدونه نه شي کولی د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د جګړې مخه ونیسي.

ایران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټيپو پر ایکس یوه بیان کې ویلي له ایراني چاراکو یې په دې اړه د بشپړې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بلوچستان یوې حقوقي ډلې بیا پر خپله پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې وژل شوي پاکستانیان هلته د کار لپاره تللي وو او د موټرو د ترمیم په یوه دوکان کې یې کار کاوه.

دا پېښه له هغې څو ورځې وروسته رامنځته شوې چې ایران او پاکستان د یو بل خاوره کې بریدونه وکړي.

لومړی ایران ویلي وو چې د پاکستان بلوچستان کې یې د جیش العدل ترهګرۍ ډلې مرکز په نښه کړی دی.

خو پاکستاني چارواکو وویل دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې شوي دي.

جیش العدل د ایران د دولت مخالفه وسله وال ډله ده.

د دې برید په ځواب کې پاکستان د ایران سیستان بلوچستان په سراوان سیمه کې برید او ادعا وکړه چې بلوڅ وسله وال یې په نښه کړي.

خو ایران وویل په دغه برید کې لس ولسي وګړي وژل شوي دي.

د څو ورځو له ترینګلتیا وروسته اسلام آباد او تهران وویل سفیران به خپل کار بېرته پیلوي.

ایران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو پرون وویل چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته یې د یو لړ تشریفاتي مراسمو لړ کې خپل باورلیک وړاندې کړی.

هممهاله ټاکل شوې دوشنبه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي په بلنه د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان اسلام آباد ته سفر وکړي.