په داسې حال کې چې اسرائیلي جنګي الوتکې پرې الوتنې کوي، په تهران کې ویره او په بې صبرۍ سره د معلوماتو ترلاسه کولو هیلې

    • Author, کسرا ناجي
    • دنده, د بي بي سي فارسي څانګې ځانګړی خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

که څه هم په وقفه يي ډول د وټس اپ اړیکه ناڅاپه ټینګېږي، چې یوه معجزه ښکاري، خو په تهران کې زما د خور له غږه وېره او اندېښنه برالا ښکاري.

دا له ما د وضعیت وضاحت غواړي، ځکه پوهېږي چې زه په لندن کې د بي بي سي خبریال یم.

پوښتنې یې داسې وي، چې ''څه به کېږي؟ موږ باید څه وکړو؟'' د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې د تهران خلک باید ووځي، ''ایا هغه جدي وايي؟''

له پنجشنبې شپې راهیسې اسرائیلي الوتکو بیا بیا پر تهران بمبارۍ کړې او داسې ښکاري، چې د ایران پلازمېنې پر اسمان ازادانه الوتنې کوي.

پر دې الوتکو د دافع هوايي ډزې کېږي، خو داسې ښکاري چې تر ډېره بریده بې ګټې دي.

په یوې لوړپوړیزې ودانې کې د خپل کور له کړکۍ زما خور دا هر څه ویني او د ذهن یې ورسره نور هم نارامه کېږي.

اسرائیلي پوځ د هغې سیمې څو کیلومتره ساحې اوسېدونکو ته چې زما خور هم پکې ده ویلي، چې له خپلو مېنو ووځي، خو دا غواړي همالته پاتې شي.

دې راته وویل، تر کومه بریده چې دا معلومات لري د هغې ودانۍ په شاوخوا کې هېڅ یو پوځي هدف نه شته، چې دا پکې ژوند کوي.

خو د یوه نژدې سوداګریز ځای په هکله اندېښمنه ده، چې د دې په باور د سپاه پاسداران ځواک ملکیت دی او کېدای شي هدف وګرځول شي.

دا نه پوهېږي، چې په دې ځای کې څه کېږي، بلکې هلته ډېری خلک نه پوهېږي، چې په ګاونډ کې یې څوک دي او نژدې پوځي هدفونه چېرې دي، ځکه د سپاه پاسدران ډېری فعالیتونه له نامعلومو ځایونو او په پټه سره کېږي.

د ایران پلازمېنه کې تر اوسه پورې برېښنا او اوبه شته، خو د خوراک کمی محسوسېږي.

ډېری دکانونه تړلي دي او ځینې نور چې پرانیستي دي، تړل کېږي، ان ځینې نانوايانې د اوړو کمښت له کبله تړل شوې او د ځینو نورو څښتنان بیا تښتېدلي دي. زما خور د سلګونو زرو یا ښايي میلیونونو نورو په څېر له ښاره وتلو ځکه ډډه کړې، چې نه پوهېږي، چېرې لاړ شي.

په دا وروستیو ورځو کې بیا ګڼ شمېر تهران اوسېدونکو د تېلو کمښت او سختې ترافیکي ګڼې ګوڼې سره سره له ښاره وتلي دي. د تهران لارې کوڅې چې مخکې به پکې بې کچې ترافیکي ګڼه ګوڼه معمول وه، اوس تر ډېره بریده تشې او ارامې دي. هغه چې په ښار کې پاتې دي، د بریدونو له ویرې خورا کم بهر ته وځي.

وروستي رپوټونه ښيي، چې د پټرولو ترلاسه کولو لپاره لوی کتارونه کم شوي او د هغو لارو په اوږدو کې ګڼه ګوڼه په کمېدو ده، چې له پلازمېنې بهر ته غځېدلې دي.

هغه خلک بیا لا زیات اندېښمن دي، چې د هېواد اتومي تاسیساتو ته نژدې ژوند کوي او دغه ځایونه چې په دا وروستیو کې پرې بیا بیا اسرائیلي بریدونه شوي، د شاوخوا اوسېدونکو سره یې د رادیواکتېف موادو خپرېدو وېره هم شته.

د اتومي موادو څار نړیوالې ادارې ویلي، د هغو دوو اتومي تاسیساتو بهر چې دا وروستیو کې پرې بریدونه شوي، د رادیواکټېوټي کچه کې بدلون نه دی لیدل شوی.

خلکو سره بیا پوښتنه دا ده، چې دا هر څه به تر څه وخته دوام کوي او بالاخره به وضعیت څنګه شي؟

ډېری خلک اوس د معلوماتو لپاره د فارسي ژبې پر هغو ټلویزیوني چېنلونو تکیه کوي، چې له بهره خپرونې کوي.

د بي بي سي فارسي څانګې ټلویزیون او وېبپاڼه د معلوماتو یوه مهمه سرچینه بلل کېږي.

که څه هم د انټرنېټ سرعت خورا سوکه دی، خو د هغو کسانو شمېر چې وېبپاڼه ګوري په خورا چټکۍ سره دوه برابره ډېر شوی.

ټرمپ د ایران تسلمېدو غوښتنه کړې، خو د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي بیا ویلي، ایران به هېڅکله تسلیم نه شي.

له رژیم سره د ایران لږ خلک خواخوږي لري، خو له ډېرو ایرانیانو سره دا وېره شته چې که دا پاموړ بې ثباته شي، ګډوډي او د لاقانونیت وضعیت به ورسره زیات شي.