بروکسل کې ډزې؛ دوه سویډني وګړي وژل شوي

د عکس سرچینه، REUTERS
د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د دوشنبې ماښام مهال دوه کسان په ډزو وژل شوي دي. د دغه هېواد لومړي وزیر وروسته تایید کړه چې قربانیان سویډني وګړي دي.
څارنوالانو دا د ترهګرۍ پېښه بللې.
هممهاله یوفا اعلان کړی چې بروکسل کې یورو-۲۰۲۴ ته د لارموندنې لپاره د بلجیم او سویډن ترمنځ د فوټبال روانه لوبه هم لغوه شوې ده.
د یوفا له خولې ویل شوي چې د سوېډن لوبغاړو ورته ویلي د لوبې دویمه نیمايي نه کوي او د بلجیم لوبډلې هم ورسره منلې ده.
د بریدګر په اړه ویل شوي چې د پېښې له ځایه تښتېدلی خو تر څو ساعته لټون وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا یوه چایخونه کې ووژل شو.
بلجیمي رسنیو ویلي هغه ۴۵ کلن او عبدالسالم نومېده.
بروکسل کې چارواکو تر پېښې وروسته د ترهګرۍ له اړخه له ټولو د لوړې کچې خطر اعلان کړی و.
د بلجیم فدرال څارنوال ویلي، په ډزو کې یو کس ټپي شوی هم دی.
اېریک وان دویسي رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې خلکو ته ویلي و "کور ته ولاړ شئ او تر هغې په کور پاتې شئ چې خطر له منځه نه وي وړل شوی."
هغه زیاته کړې ادعا دا ده چې بریدګر له اسلامي دولت یا "داعش" نومې ډلې اګیزه اخیستې.
پر خواله رسنۍ یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو عربي ژبی سړی ادعا کوي چې برید ده د الله د رضا لپاره کړی دی.
نوموړی په دغه ویډیويي کلپ کې دا هم وايي چې درې کسان یې وژلي دي.
د بلجیم د فدرال څارنوال دفتر ویلي دا ویډیويي کلپ یې کتلی خو دا نشي تاییدولی چې بریدګر دې همدغه سړی وي.

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES
بيبيسي ته ویل شوي چې پولیسو دا او د برید پر مهال انټرنېت ته نورې خېژول شوې ویډیوګانې تایید کړې دي.
پولیسو او د بېړنیو خدماتو ادارې د پېښې ځای کلابند او ورغځېدلې لارې تړلې دي.
د بلجیم لومړي وزیر 'الکساندر دې کرو' پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې "نن شپه یې برکسل کې پر سویډني وګړو د وېرونکي برید له کبله د سویډن لومړي وزیر ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړې دي."
هغه د پېښې د قربانیانو کورنیو او ملګرو ته هم تسلیت ویلی.
تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایا د سویډن دا وګړي د خپلې ملي لوبډلې د فوټبال لیدو لپاره بروکسل ته ورغلي وو که څنکه.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ویلي چې بروکسل کې بیا د تونلارو اسلامپالو ترهګریز برید شوی.
هغه البانیا کې د خبرو پر مهال ویلي دې پېښې اروپا لړزولې ده.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا ون دېر لییان هم په دې پېښه کې د دوو وژل شویو کسانو له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې.
هغې د بلجیم پولیسو سره ملاتړ ښودلی او ویلي یې دي چې دوی ټول د ترهګرۍ خلاف یو موټی او متحد دي.





















