د ایران احتجاجونو کې د وژل شویو شمېر پر ۳۰۰ اوښتی؛ ۳ افغان ماشومان هم پکې دي  

Iran

د عکس سرچینه، 1500TASVIR

د خپرېدو وخت

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي دغه هېواد کې په روانو دولت ضد احتجاجونو کې تر دې دمه د ۴۱ ماشومانو په ګډون د ۳۰۴ کسانو وژل کېدل تایید شوي.‌

دغه سازمان زیاته کړې چې په ۴۱ وژل شویو ماشومانو کې ۹ نجونې او ۳ افغانان دي.‌ د شنبې پر ورځ د دغه سازمان لخوا خپاره شوي بیان کې راغلي تر اوسه د دغو ماشومانو "پېژندپاڼې او یا داسې اسناد چې دقیق عمر یې ترې مالوم شي، نه دي ترلاسه شوي. د دوی د سم عمر ثبتېدو هڅې روانې دي."

د ایران بشري حقونو سازمان همدا راز دا هم تایید کړې چې د همدې تېرې جمعې پر ورځ خاش کې پر اعتراض کوونکو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

دې سازمان چې مرکز یې ناروې کې دی، د ایران احتجاجونو کې تر دې دمه د وژل شویو کسانو د تازه شمېر د اعلان ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د احتجاج کوونکو د وژل کېدو مخنیوي لپاره سملاسي ګامونه واخلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم وايي "د اعتراضونو له پیل پنځوس ورځې وروسته او سره له دې چې له ۳۰۴ ډېر کسان وژل شوي، د ایران خلک بنسټیز بدلون ته تر پخوا له لا زیاتې ژمنتیا سره واټونو ته راوځي. خو حکومت ورته له مرمیو او تاوتریخوالي پرته بل ځواب نه وايي."

هغه زیاته کړې "دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې د ایران خلکو د برخلیک ټاکل کېدو ملاتړ وکړي او د ایران پر حکومت د فشار په راوړلو سره د دغه بدلون د مرګژوبلې لوړېدو مخه ونیسي."

د ایران د بشري حقونو سازمان په بیان کې راغلي چې دغه ۳۰۴ کسان د دغه هېواد ۲۲ ولایتونو کې وژل شوي. د دغه سازمان لخوا خپاره شوي مالومات ښيي چې تر ټولو ډېر (۱۱۸) کسان په سیستان او بلوچستان، ۳۳ په مازندران او ۳۰ پلازمېنه تهران کې وژل شوي دي.

د یادونې ده چې ایران کې د دولت ضد احتجاجونو لمن اوس تر ماشومانو غځېدلې او د ښوونځیو زدکوونکي هم دغو اعتراضونو کې برخه اخلي.