ډبليو اېف پي:‌ د بودیجې کمښت له کبله مو میلیونه اړمن افغانان د مرستو له لیست ایستلي

WFP

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې د میلیونونو کسانو له ډلې چې له سختې لوږې سره مخامخ دي، اوس یې یوازې ۵ ميلیونو ته مرستې رسولی شي.

دې ادارې یو ځل بیا له راتلونکې ژمي مخکې له نړیوالې ټولنې نه د یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې چې د واورو له امله د لارو له بندېدو وړاندې پرې اړمنو کورنیو ته مرستې برابرې کړي.

دا اداره خپلې مرستې اړ کسانو او په ځانګړې توګه هغو کورنیو ته چې د ګټې وټې لپاره نارینه نه لري، خورا اړینې بولي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' چارواکي وايي د بودیجې د کموالي له امله اړ شوي چې ۸ مېلېونه کسان په روان ۲۰۲۳ کال کې د مرستو له لیست نه وباسي.

ډبلیو ایف پي زیاتوي چې په افغانستان کې روان کال هم د تېر هغه په څېر د اړمنو کسانو لاسنیوی مهم دی.

دې ادارې په همدې موخه په افغانستان کې د دوی په وینا د ژوند ژغورونکو مرستو لپاره د یو میلیارد ډالرو غوښتنه تکرار کړې ده.

د دبلیو ایف پي د چارواکو وینا ده چې اوسمهال په ټول افغانستان کې کورنیو خپلې زیرمې ختمې کړي او که په وخت ورسره مالي مرسته ونشي نو دوی به اړ شي چې د مرستو کچه او د هغو کسانو شمېر لا کم کړي چې دوی یې لاسنوی کوي.

په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام رئیسې 'هيساو وي‌ لي' هم څه موده وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ميليونه وګړي د شپې په لوږه ويده کېږي.

WFP

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هیساو وي لي - په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام مشره

د خوړو نړيوال سازمان وايي، په منځنۍ کچه د کورنیو ۸۸ سلنه عايد پر خوراکي توکو لګول کېږي، ځکه ۹۲ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي توکي نشي خوړلی.

د ډبلیو ایف پي په وینا "افغانستان په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت له امله د تر ټولو ډېرو پېښېدونکو ناروغيو سره هم مخ دی او په هرو دوو کورنیو کې یوه کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي."

په افغانستان کې د ډبلیو اېف پي ویاند وحید الله اماني له نړیوالې ټولنې او هغو مرستنیدویه بنسټونو چې د دوی لپاره مالي امکانات برابروي یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د ژمي له رارسېدو مخکې له دوی سره مالي مرستې وکړي چې وتوانېږي د اړو کورنیو لپاره مرستې زیرمه کړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې اوسمهال اوه اتیا سلنه کورنۍ کافي خوراکتوکي نه لري.

د شمېرو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بې روزګاري‌ او د هغو کورنیو شمېر لوړ شوی چې د ډبلیو ایف پي په ګډون د خیریه ادارو په مرستو پايي.

افغانستان کې اقتصادي ستونزه یوه له لویو اندیښنو ده.

ډبلیو اېف پی

د عکس سرچینه، Getty Images

دې ادارې ويلي، په هرو لسو کورنیو کې څلور د خپلو دندو له لاسه ورکولو اندېښنه لري.

نړيوالو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بيا ځلې واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره مرستې کمې کړې.‌

پر دې سربېره بهر کې د افغانستان مرکزي بانک میلیاردونه ډالر شتمنۍ کنګل او د افغانستان پر بانکي سیستم محدودیتونه وضع شوي دي.‌

بلخوا تر اوسه کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسميت هم نه دی پېژندلی،‌ په لویه کچه راشه درشه او راکړه ورکړه ورسره نه لري چې دې هم اقتصادي ستونزې راولاړې او د افغانانو پر ژوند

ژوره اغېزه کړې ده.

خو طالبان بيا د اقتصادي ودي خبر ورکوي او وايي د اقتصادي ځان بسیاینې او افغانستان ته یې د نړیوالې پانګونې او سوداګرۍ د ورجلبولو هڅې ګړندۍ کړې دي.