تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: بدخشان کې نادرکه الوتکه موندل شوې؛ "د پيلوټ په ګډون څلور کسان ژوندي دي"
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې له تېرې شپې د نادرکه شوې بهرنۍ الوتکې په اړه نور جزیات خپاره شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د دوی څيړونکې ډلې نادرکه الوتکه د بدخشان د کوف آب ولسوالی د ارز کوه پدېو سیمه کې پيدا کړې ده.
هغه پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "د معلوماتو په اساس د پيلوټ په شمول څلور کسان ژوندي دي."
وړاندې ویل شوي وو چې په دې الوتکه کې شپږ تنو سفر کاوه.
طالبانو ویلي د څيړونکي ټیم لخوا چې سیمې ته یې ځانونه رسولي د پاتې کسانو لټون او د مرستې عملیات روان دي.
تر دې دمه لا د دې الوتکې کره پېژندګلوي نه ده شوې.
ځايي طالب چارواکو پیل کې دا الوتکه هندۍ بللې وه، خو هند په دې تړاو د لومړنیو خبرونو له خپرېدو سملاسي وروسته دا خبر رد کړ.
د هند د هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي "په افغانستان کې رالوېدلې الوتکه نه د هند لخوا په مهالوېش کې نېول شوې رسمي الوتکه ده او نه هم د هند کومه چارټر الوتکه."
وزارت زیاته کړې "دا د مراکش راجستر شوې کوچنۍ الوتکه ده."
په بدخشان کې د ځايي طالب چارواکو د معلوماتو له مخې دا الوتکه د دغه ولایت د کران و منجان او زیباک ولسوالیو اړوند په توپخانې غره کې غورځيدلې ده.
طالب چارواکو ویلي سیمې ته یې ټيمونه استولي او نور جزیات به وروسته شریک کړي.
په ورته مهال د روسیې د هوایي چلند سازمان د دې الوتکې په اړه معلومات خپاره کړې او په وینا یې "دا الوتکه له هنده مسکو ته روانه وه چې تېره شپه د افغانستان په فضا کې له راداره وتلې."
ځینو روسي رسنیو دا چارټر امبولانس ډوله کوچنۍ الوتکه بللې او وايې د هند له ګیا څخه د ازبکستان له لارې مسکو ته روانه وه چې د افغانستان په فضا کې نادرکه شوه.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د اېکس یوه بل پیغام کې دا RA-09011 ډوله روسۍالوتکه بللې.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي "تیر ماښام د روسیې اړوند RA-09011 الوتکه، چې له هند څخه یې د ازبکستان په مقصد الوتنه کوله د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه له راداره وتلې ده"
نوموړی زیاتوي "د هوايي ځواک اړوند د ژغورنې ټیمونه سیمه کې په پلټنو بوخت دي."
رپوټونو کې راغلي چې د غورځېدو پر مهال په دې الوتکه کې د څلور عملې او دوو مساپرو په ګډون ټولټال شپږ کسان سپاره وو.
ځينو طالب چارواکو بي بي سي ته وویل د جزیاتو له موندلو او کره والي وروسته به د دوی د بهرنیو چارو وزارت د الوتکې او د لوېدو د څرنګوالي په اړه یې رسمي معلومات خپاره کړي.
د جمهوریت له سقوط وروسته د افغانستان له فضا ډېرې نړیوالې الوتکې نه تېریږي.
د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویلي "د دې الوتکې مسير د افغانستان په فضا کې نه وو پلان شوی او په ډېر ګومان تخنيکي ستونزو له کبله له خپل مسيره اوښتې ده."