له ۱۹ کالونو د کم عمره ځوانانو اسیايي اتلولۍ؛ هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
له ۱۹ کلنۍ د کم عمره ځوانانو د کرېکټ اسیا جام سیالیو په پرانستلوبه کې هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړه.
د لوبې پچه هند ګټلې وه خو د توپ اچونې پرېکړه یې کړې وه.
افغانستان په خپله پاڼۍ کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو په پنځوسو اورونو کې ۱۷۳ منډې جوړې کړې او هند ته یې ۱۷۴ هدف وټاکه.
هند په ۳۷ اور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو دغه کم هدف ترلاسه او له افغانستانه یې په اوو ویکټو لوبه وګټله.
د هند له لوري ارشین کولکرني په نننۍ لوبه کې هم په توپ اچونه او هم په توپوهنه کې ډېر ښه وځلېد.
هغه ۷۰ منډې وکړې او د لوبې تر پایه ونه سوځېد. په توپ اچونه کې یې هم د افغانستان درې لوبغاړي وسوځول.
د هند له لوري تر کولکرني وروسته ډېرې منډې مشیرخان وکړې چې ۴۸ رنزونه دي.
د افغانستان پاڼۍ:
د افغانستان په پاڼۍ کې په یو بل پسې د لوبغاړو سوځېدو افغان لوبغاړي ډېرو منډو جوړولو ته پرې نه ښودل او په پنځوسو اورونو کې یې ۱۷۳ منډې وکړای شوې.
د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې ۴۳ منډې جمشېد ځدراڼ وکړې.
یونس ځدراڼ ۲۶ او نعمان شاه ۲۵ رنزونه وکړل.
د هند له لوري راج لېمباني او ارشين کولکرني درې درې لوبغاړې وسوځول، نامان تېواري دوه او موروګان ابېشېک او مشیر خان یوه یوه ویکېټه ترلاسه کړای شوه.
د پاکستان او نیپال لوبه

د عکس سرچینه، PCB
هاخوا نن په همدې سیالیو کې د پاکستان او نیپال تر منځ هم لوبه وه چې پاکستان په اوو ویکټو وګټله
لومړۍ توپوهنه نیپال وکړه او په۴۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې
پاکستان دا اسانه هدف د درو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۶م اور کې ترلاسه کړ.
د پاکستان له لوري محمد زیشان په نننۍ لوبه کې د ۶ ویکټو په ترلاسه کولو سره ښه وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
اذان اوېس او سعدبېګ پنځوسیزې ووهلې.
د نیپال له لوري یوازې اوتم نګر په خپله لوبډله کې تر ټولو ډېرې ۵۱ منډې وکړای شوې او په توپوهنه کې هم د پام وړ ونه ځلېدل.
په دغو لوبو کې څو لوبډلې سیالي سره کوي؟

د عکس سرچینه، acb
د یادولو ده چې د اسیا په کچه د کرېکټ دغو سیالیو کې د جاپان په ګډون اته لوبډلې ګډون کوي او د روانې دسمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې به روانې وي.
دا د یو ورځنیو لوبو په چوکاټ کې پنځوس اوریزه لوبې دي چې تر ۱۹ کلنۍ د کم عمره لوبغاړو لوبډلې پکې سره لوبېږي.
د اسیا د کرېکټ شورا لخوا په خپاره شوې مهالوېش کې ښکاري چې دې اتلوالیو کې ګډون کونکي لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې دي.
- الف ډله چې په ګروپي سیالیو کې به سره مخامخ کېږي:
افغانستان، پاکستان، هند او نیپال
- ب ګروپ:
شريلنکا، بنګلهدېش، متحده عربي امارات او جاپان
له هر ګروپه به د سر دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي او د نیمه پایلوبې ګټونکي به د دسمبر په ۱۷مه پایلوبه کې سره مخ کېږي.





















