کیېف کې چورلکه غورځېدلې؛ د کورنیو چارو وزیر په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر 'دېنیس موناستېرسکي' په ګډون ۱۸ کسان د دغه هېواد پلازمېنې کیېف کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.‌

دا چورلکه د پلازمېنې د ختیځ بروواري سیمې کې د یوه وړکتون څنګ ته راغورځېدلې ده.

رپوټونه وايي‌ پېښه کې ۳ ماشومان هم وژل شوي‌ او ۱۵ نور ټپیان دي.

له ښاغلي موناستېرسکي‌ سره دې چورلکه کې اته نور کسان سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي.‌

چارواکو ‌ويلي‌ په دوی کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان 'یووګین ېنین' او 'یوري لوباکووېچ' هم شامل دي.

د اوکرایین د ملي‌ پولیسو مشر اېهور کلېنکو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي‌ چې غورځېدلې چورلکه د اوکرایین د بېړنیو خداماتو وزارت اړونده وه.

د کیېف سیمه ییزې پوځي ادارې مشر اولکسي کولیبا ويلي دې پېښه کې د ۱۸ کسانو پر وژل کېدو سربېره ۲۹ نور ټپیان دي.‌

هغه دا یوه غمیزه بللې.‌

د چورلکې تر غورځېدو وروسته وړکتون ته نږدې اورلګېدلی دی.‌

لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي چې د پېښې پر مهال هوا تیاره وه او دا چې ګواکې چورلکه د ملکي‌ استوګنې یوې ودانۍ ته نږدې له غورځېدو مخکې له وړکتون سره جنګېدلې ده.‌